East Afghan
EA Icon - Torah
The fourth book of the Torah

Numbers 20

د ګټ څخه اوبه جاري کیږي

۱د اسراییلو ټول قوم د کال د اولې میاشتې په دوران کې د صین دښتې ته راورسېد او په قادش کې یې خېمې ودرولې. دا هغه ځای ؤ چې مریم په کې مړه شوه او ښخه کړای شوه.

۲په کوم ځای کې چې هغوی خېمې ودرولې وې هلته اوبه نه وې، نو خلک د حضرت موسیٰ او حضرت هارون په ضد راغونډ شول. ۳هغوی حضرت موسیٰ ته شکایت وکړ او ویې ویل: <دا به ښه وای چې مونږ د نورو اسراییلیانو سره د څښتن په حضور کې مړه شوي وای. ۴تا ولې دې دښتې ته راوستلو؟ یوازې د دې دپاره چې د خپلو حیواناتو سره دلته مړه شو؟ ۵ولې دې مونږ له مصر څخه دې خوار ځای ته چې هیڅ شی په کې نه شنه کیږي راوستلو؟ دلته نه غله شته، نه اینځران، نه انګور او نه انار. حتیٰ د څښلو اوبه هم دلته نشته!>

۶حضرت موسیٰ او حضرت هارون د خلکو څخه لېرې لاړل او د مقدسې خېمې په دروازه کې ودرېدل. هغوی په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او د څښتن جلال ورته ښکاره شو. ۷څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۸<هغه امسا چې د لوظ د صندوق په مخ کې پرته ده راواخله او بیا ته او هارون ټول قوم راغونډ کړئ. د هغو ټولو په مخ کې هغه ګټ ته ووایئ چې اوبه ورڅخه جاري شي. په دې ډول به ته د ګټ څخه خلکو او د هغو حیواناتو ته د څښلو دپاره اوبه راوباسې.>

۹نو حضرت موسیٰ لاړ او څنګه چې څښتن ورته حکم کړی ؤ، امسا یې راواخیستله. ۱۰هغه او حضرت هارون ټول قوم د ګټ مخې ته راغونډ کړ او حضرت موسیٰ ورته وفرمایل: <ای سرکشو خلکو، واورئ! آیا مونږ باید تاسو ته د دې ګټ څخه اوبه راوباسو؟> ۱۱بیا حضرت موسیٰ امسا پورته کړه او ګټ یې دوه ځلې ورباندې وواهه او د هغه څخه د اوبو یوه لویه ویاله جاري شوه او ټولو خلکو او حیواناتو هغه وڅښلې.

۱۲مګر څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ورټل او ورته ویې فرمایل: <څرنګه چې تاسو په ما باندې اعتماد ونه کړ چې د اسراییلو د خلکو په مخکې زما د پاک قدرت احترام وکړئ نو تاسو به ونشئ کولی چې هغوی هغې خاورې ته بوځئ چې د هغې د ورکولو وعده مې د هغوی سره کړې ده.>

۱۳دا پېښه په مریبه کې وشوه، یعنې هغه ځای چې اسراییلیانو په کې د څښتن په ضد شکایت وکړ او څښتن هغوی ته خپل مقدس توب وروښود.

اسراییلیانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د ادوم څخه تېر شي

۱۴حضرت موسیٰ د قادش څخه د ادوم پادشاه ته استازي ولېږل چې دا پیغام ورته ورسوي: <مونږ اسراییلیان ستاسو خپل خپلوان یو او تاسو خبر یئ چې په مونږ باندې څومره سختۍ تېرې شوې، ۱۵څنګه زمونږ نیکونه مصر ته لاړل او مونږ د ډېرو کلونو دپاره هلته اوسېدلو. مصریانو زمونږ د نیکونو او زمونږ سره بده رویه وکړه ۱۶او مونږ څښتن ته د مرستې دپاره فریاد وکړ. هغه زمونږ فریاد واورېد او فرښته یې راولېږله او مونږ یې د مصر څخه راوویستلو. اوس مونږ په قادش کې یو چې دا یو ښار دی چې ستاسو د سیمې سره سرحد لري. ۱۷مهرباني وکړئ مونږ ته اجازه راکړئ چې ستاسو له هېواد څخه تېر شو. مونږ به خپله لاره نه خوشې کوو او ستاسو پټیو او د انګورو باغونو ته به نه ورننوزو او ستاسو د کوهیانو څخه به هیڅ اوبه ونه څښو. مونږ به په عمومي لاره باندې ځو ترڅو ستاسو د سیمې څخه ووزو.>

۱۸مګر ادومیانو په ځواب کې وویل: <نه، مونږ به تاسو پرېنږدو چې زمونږ د هېواد په لاره باندې لاړ شئ! او که چېرې تاسو د دې کار هڅه وکړئ، مونږ به ووزو او حمله به درباندې وکړو.>

۱۹د اسراییلو خلکو وویل: <مونږ به په عمومي لاره باندې ځو او که مونږ یا زمونږ حیواناتو ستاسو اوبه وڅښلې، مونږ به یې بیه درکړو. مونږ یوازې غواړو چې تېر شو.>

۲۰مګر ادومیانو بیا وویل: <مونږ یې نه منو!> او هغوی د یو قوي لښکر سره ووتل چې د اسراییلو په خلکو باندې حمله وکړي. ۲۱څرنګه چې ادومیانو اسراییلیانو ته اجازه ورنه کړه چې د هغوی د سیمې له لارې تېر شي، نو اسراییلیان بېرته ستانه شول او په بله لاره باندې لاړل.

د حضرت هارون وفات کېدل

۲۲د اسراییلو ټول قوم له قادش څخه لاړ او د هور غره ته ورسېدل، ۲۳یعنې د ادوم سرحد ته. په هغه ځای کې څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲۴<هارون به هغې خاورې ته داخل نه شي چې د هغې د ورکولو وعده مې د اسراییلیانو سره کړې ده. هغه به مړ شي، ځکه چې تاسو دواړو په مریبه کې زما د حکم څخه سرغړونه وکړه. ۲۵هارون او د هغه زوی العازار درسره واخله او د هور د غره سرته یې وخېژوه ۲۶او په هغه ځای کې د هارون څخه د کاهنۍ کالي وباسه او العازار ته یې ورواغونده. هارون به هلته مړ شي.>

۲۷څه چې څښتن حکم کړی ؤ حضرت موسیٰ هماغسې وکړل. ټول قوم ورته کتل چې هغوی د هور د غره سرته وختل. ۲۸حضرت موسیٰ د حضرت هارون څخه د کاهنۍ کالي لېرې کړل او د هغه زوی العازار ته یې ورواغوستل. حضرت هارون هلته د هور د غره په سر باندې وفات شو او حضرت موسیٰ او العازار بېرته راکوز شول. ۲۹کله چې د اسراییلو ټول قوم خبر شو چې حضرت هارون وفات شوی دی نو هغوی دېرش ورځې د هغه په مرګ باندې غم او ژړا وکړه.