East Afghan
EA Icon - Gospels
GOSPEL

Luke 22

د عیسی د وژلو دسیسه

(متي ۲۶: ۱‏ - ۵ او مرقوس ۱۴: ۱ - ۲ او یوحنا ۱۱: ۴۵ - ۵۳)

۱د فطیرې ډوډۍ اختر چې د فسحې په نامه مشهور ؤ، نژدې شو. ۲مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو هڅه کوله چې یوه لاره پیدا کړي چې عیسی ووژني، خو له خلکو څخه وېرېدل.

یهودا اسخریوتي دې ته راضي کیږي چې د عیسی سره خیانت وکړي

(متي ۲۶: ۱۴ - ۱۶ او مرقوس ۱۴: ۱۰ - ۱۱)

۳بیا شیطان د یهودا اسخریوتي په زړه کې چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، ننوت. ۴یهودا لاړ او د مشرانو کاهنانو او د خدای د کور د ساتونکو د آمرانو سره یې په دې هکله خبرې وکړې چې څنکه عیسی هغوی ته په لاس ورکړي. ۵هغوی ډېر خوشحاله شول او د هغه سره یې د پیسو وعده وکړه. ۶نو یهودا ورسره ومنله او د یوې ښې موقعې په لټه کې شو چې کله د عیسی سره نور خلک نه وي هغوی ته یې په لاس ورکړي.

د فسحې د اختر تیاری

(متي ۲۶‏: ۱۷ - ۲۵ او مرقوس ۱۴: ۱۲ - ۲۱)

۷بیا د فطیرې ډوډۍ د اختر ورځ چې په هغه کې به د فسحې وری قرباني کېده، راورسېدله. ۸نو عیسی پطروس او یوحنا ولېږل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسحې ډوډۍ تیاره کړئ چې ویې خورو.» ۹هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: «په کوم ځای کې غواړې چې تیاره یې کړو؟» ۱۰هغه ځواب ورکړ: «ګورئ، څنګه چې ښار ته ننوځئ، نو یو سړی به ستاسو سره مخامخ شي چې د اوبو منګی به و‌ړي. هغه چې کوم کور ته ننوځي، تاسو هم ورپسې لاړ شئ. ۱۱او د کور خاوند ته ووایئ: ‹استاذ وایي د مېلمنو کوټه چېرته ده چې زه په کې د خپلو شاګردانو سره د فسحې ډوډۍ وخورم؟› ۱۲هغه به تاسو ته پاس په بالاخانه کې یوه لویه فرش شوې کوټه دروښایي، نو هلته ډوډۍ تیاره کړئ.» ۱۳هغوی لاړل او ټول شیان یې لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو په هماغه ډول ولیدل او د فسحې ډوډۍ یې تیاره کړه.

د څښتن غوره ماښامی

(متي ۲۶: ۲۶ - ۳۰ او مرقوس ۱۴: ۲۲ - ۲۶ او لومړی قرنتیان ۱۱: ۲۳ - ۲۵)

۱۴کله چې هغه ساعت راورسېد، عیسی د خپلو رسولانو سره دسترخوان ته کښېناست. ۱۵هغوی ته یې وویل: «زړه مې ډېر غوښتل چې د کړاوونو د زغملو څخه مخکې ستاسو سره د فسحې ډوډۍ وخورم. ۱۶ځکه زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې د فسحې د قربانۍ مقصد د خدای په پاچاهۍ کې پوره نه شي، تر هغې پورې به نور دا ډوډۍ ونه خورم.» ۱۷بیا عیسی پیاله راواخیستله، شکر یې وویست او ویې ویل: «دا واخلئ او په خپل منځ کې یې ووېشئ. ۱۸ځکه زه تاسو ته وایم چې له دې وروسته به تر هغې پورې د انګورو شربت ونه څښم، ترڅو د خدای پاچاهي رانه شي.» ۱۹بیا هغه یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست، هغه یې ماته کړه او هغوی ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا زما بدن دی چې ستاسو دپاره ورکول کیږي. زما په یاد همداسې کوئ.» ۲۰په همدې ډول د ماښام ډوډۍ څخه وروسته یې پیاله راواخیستله او ویې ویل: «دا پیاله د خدای او انسانانو ترمنځ نوی لوظ دی چې زما د وینې په وسیله جوړیږي چې ستاسو دپاره توییږي. ۲۱خو ګورئ، هغه څوک چې زما سره به خیانت کوي هغه دلته زما سره په دسترخوان ناست دی. ۲۲لکه څنګه چې د خدای له خوا مقرره وه چې د انسان زوی باید مړ شي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د هغه سره خیانت کوي.» ۲۳بیا هغوی په خپلو کې یو د بل څخه پوښتنې پیل کړې چې په دوی کې به څوک دا کار کوي.

د لویۍ په هکله بحث

۲۴بیا د هغوی ترمنځ ناندرۍ پیل شوې چې په دوی کې به څوک د ټولو څخه لوی وګڼل شي. ۲۵عیسی هغوی ته وویل: «د غیریهودیانو پاچاهان په خپلو خلکو باداري کوي او واکمنان د خلکو خیرخواه ګڼل کیږي. ۲۶خو تاسو داسې مه اوسئ، بلکې په تاسو کې دې تر ټولو لوی خپل ځان کوچنی وګڼي او مشر دې د خدمتګار په شان وي. ۲۷خلک څه فکر کوي چې په دوی دواړو کې کوم یو لوی دی، هغه څوک چې ډوډۍ ته ناست دی او یا هغه څوک چې خدمت کوي؟ په یقین سره هغه څوک چې ډوډۍ ته ناست دی. خو زه ستاسو په منځ کې د یو خدمتګار په شان یم.

۲۸خو تاسو زما د ازمېښتونو په وخت کې زما سره ولاړ وئ. ۲۹لکه څنګه چې زما پلار ماته د پاچاهۍ حق راکړی دی، زه هم تاسو ته دا حق درکوم. ۳۰تاسو به زما په پاچاهۍ کې زما په دسترخوان خورئ او څښئ او په تختونو باندې به کښېنئ او د اسراییلو په دولسو قبیلو باندې به حکومت کوئ.»

د پطروس د انکار په هکله د عیسی پېشګويي

(متي ۲۶: ۳۱ - ۳۵ او مرقوس ۱۴: ۲۷ - ۳۱ او یوحنا ۱۳: ۳۶‏ - ۳۸)

۳۱عیسی وویل: «ای شمعونه، ای شمعونه! واوره، شیطان وغوښتل چې تاسو ټول وازمایي، ښه او بد سره بېل کړي لکه څنګه چې بزګر د غنمو څخه بوس بېل کوي. ۳۲خو شمعونه! ما ستا دپاره دعا کړې ده چې ایمان دې له منځه لاړ نه شي. کله چې دې توبه وویستله او بېرته ماته راوګرځېدلې، نو خپل ورونه دې قوي کړه.» ۳۳پطروس ځواب ورکړ: «ای استاذه! زه ستا سره زندان او مرګ ته هم تیار یم.» ۳۴عیسی وویل: «ای پطروسه! زه تاته وایم چې نن شپه به د چرګ د اذان څخه مخکې درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»

د پیسو کڅوړه، خورجین او توره

۳۵عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «کله چې ما تاسو بې د پیسو له کڅوړې، بې خورجینې او بې له څپلیو ولېږلئ، ایا په هغه وخت کې ستاسو سره د کوم شي کمی ؤ؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.» ۳۶عیسی وویل: «خو اوس هرڅوک چې د پیسو کڅوړه لري هغه دې د ځان سره واخلي او همدارنګه خپل خورجین هم. او د هر چا سره چې توره نه وي، نو خپله چپنه دې خرڅه کړي او یوه توره دې واخلي. ۳۷ځکه زه تاسو ته وایم چې د خدای د کلام دا لیکنه باید پوره شي چې وایي:

هغه به په مجرمانو کې وشمېرل شي.

ځکه هرڅه چې زما په هکله لیکل شوي دي هغه به رښتیا شي.» ۳۸شاګردانو وویل: «ګوره استاذه! زمونږ سره دلته دوه تورې دي.» عیسی ځواب ورکړ: «دا بس دي.»

عیسی د زیتون په غره کې دعا کوي

(متي ۲۶: ۳۶ - ۴۶ او مرقوس ۱۴: ۳۲ - ۴۲)

۳۹عیسی دباندې ووت او د خپل عادت له مخې د زیتون غره ته روان شو او شاګردان یې هم ورپسې لاړل. ۴۰کله چې هغه ځای ته ورسېده، نو هغوی ته یې وویل: «دعا وکړئ چې په ازمېښت کې ونه لوېږئ.» ۴۱بیا عیسی د هغوی څخه یو څو ګامه لېرې لاړ، په ګونډو شو او دعا یې وکړه. ۴۲هغه وویل: «ای پلاره! که چېرې ستا رضا وي، نو دا پیاله زما څخه لېرې کړه. خو زما رضا نه، بلکې ستا رضا دې پوره شي.» ۴۳بیا د اسمان څخه یوه فرښته هغه ته راښکاره شوه او هغه ته یې قوت ورکړ. ۴۴عیسی په ډېر سخت حالت کې ؤ او په ډېر جوش سره یې دعا وکړه او خولې یې د وینو د څاڅکو په شان په ځمکه باندې څڅېدلې. ۴۵کله چې عیسی د دعا څخه راپاڅېده، نو شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی له غمه ستومانه او ویده شوي وو. ۴۶هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې ویده یئ؟ پاڅېږئ او دعا وکړئ چې په ازمېښت کې ونه لوېږئ.»

د عیسی سره خیانت کول او نیول

(متي ۲۶: ۴۷ - ۵۶ او مرقوس ۱۴: ۴۳ - ۵۰ او یوحنا ۱۸: ۳ - ۱۱)

۴۷عیسی لا خبرې کولې چې یوه ډله راغله او یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، د هغوی څخه مخکې روان ؤ. هغه عیسی ته ورنژدې شو چې ښکل یې کړي. ۴۸خو عیسی وویل: «ای یهودا! ایا په ښکلولو سره د انسان زوی دښمنانو ته په لاس ورکوې؟» ۴۹کله چې د عیسی شاګردانو ولیدل چې څه کیږي، نو ویې ویل: «استاذه! ایا په تورو یې ووهو؟» ۵۰د هغوی څخه یو تن د لوی کاهن په نوکر ګوزار وکړ او د هغه ښي غوږ یې پرې کړ. ۵۱خو عیسی وویل: «بس یې دی.» عیسی د هغه سړي په غوږ باندې خپل لاس کېښود او هغه یې روغ کړ. ۵۲بیا عیسی مشرانو کاهنانو، د خدای د کور د ساتونکو آمرانو او نورو قومي مشرانو ته چې د هغه د نیولو دپاره راغلي وو، وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟ ۵۳زه هره ورځ ستاسو سره د خدای په کور کې وم او تاسو زما د نیولو هڅه ونه کړه. خو دا وخت چې تیاره خپره ده، نو ستاسو وخت دی.»

پطروس له عیسی څخه انکار کوي

(متي ۲۶: ۵۷ - ۵۸، ۶۹‏ - ۷۵ او مرقوس ۱۴: ۵۳‏ - ۵۴، ۶۶ - ۷۲ او یوحنا ۱۸: ۱۲ - ۱۸، ۲۵ - ۲۷)

۵۴هغوی عیسی ونیوه او د لوی کاهن کور ته یې بوته او پطروس له لېرې ورپسې روان ؤ. ۵۵هغوی د حوېلۍ په منځ کې اور بل کړ او ګردچاپېره ورڅخه کښېناستل او پطروس هم د هغوی سره کښېناست. ۵۶په داسې حال کې چې هغه د اور رڼا ته ناست ؤ یوې وینځې هغه ولید، نو په ځیر یې ورته وکتل او ویې ویل: «دا سړی هم د عیسی سره ؤ.» ۵۷خو پطروس منکر شو او ویې ویل: «ای ښځې! زه هغه نه پېژنم.» ۵۸لږ وروسته یو بل سړي هم هغه ته وکتل او ویې ویل: «ته هم د هغو له ډلې څخه یې.» خو پطروس وویل: «ای وروره! زه نه یم.» ۵۹شاوخوا یو ساعت وروسته یو بل سړي تایید کړه او ویې ویل: «په دې کې هېڅ شک نشته چې دا سړی هم د عیسی سره ؤ، ځکه چې هغه هم جلیلي دی.» ۶۰خو پطروس ځواب ورکړ: «ای وروره! زه نه پوهېږم چې ته څه وایې.» هغه لا خبرې کولې چې سمدلاسه چرګ اذان وکړ. ۶۱عیسی مخ راواړاوه او پطروس ته یې وکتل او پطروس ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې چې هغه ته یې ویلي وو: «نن شپه به د چرګ د اذان څخه مخکې درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.» ۶۲پطروس دباندې ووت او په چیغو چیغو یې وژړل.

د عیسی سپکاوی او وهل

(متي ۲۶: ۶۷ - ۶۸ او مرقوس ۱۴: ۶۵)

۶۳کومو خلکو چې د عیسی ساتنه کوله په هغه باندې ملنډې ووهلې او ویې واهه. ۶۴د هغه سترګې یې وتړلې او پوښتنه یې ترې وکړه: «اوس له غیبو ووایه چې ته چا ووهلې؟» ۶۵او نورې ډېرې سپکې خبرې یې هم ورته وکړې.

عیسی د مذهبي شورا په مخکې

(متي ۲۶: ۵۹ - ۶۶ او مرقوس ۱۴: ۵۵ - ۶۴ او یوحنا ۱۸: ۱۹ - ۲۴)

۶۶کله چې ورځ شوه نو قومي مشران، د کاهنانو مشران او د شریعت عالمان سره راټول شول او عیسی یې خپلې شورا ته راوست. ۶۷هغوی وویل: «مونږ ته ووایه چې ته مسیح یې؟» هغه ځواب ورکړ: «که زه تاسو ته ووایم، نو په ما به باور ونه کړئ ۶۸او که زه درڅخه پوښتنه وکړم، نو تاسو به ځواب رانه کړئ. ۶۹خو له دې وروسته به د انسان زوی د مطلق قادر خدای ښي لاس ته ناست وي.» ۷۰هغوی ټولو وویل: «نو بیا ته د خدای زوی یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «تاسو خپله وایئ چې زه یم.» ۷۱هغوی وویل: «نور مونږ شاهدانو ته اړتیا نه لرو. مونږ هرڅه د هغه د خپلې خولې څخه واورېدل.»