HISTORY

1 Kings 13

۱د مالِک خُدائ په حُکم باندې د يهوداه قبيلې نه د خُدائ پاک يو سړے بيت‌ايل ته لاړو او هلته په هغه وخت ورسېدو چې يربعام نذرانې پېش کولو دپاره د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. ۲د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق هغۀ قربان‌ګاه ته مخامخ چغه کړه، ”اے قربان‌ګاه، اے قربان‌ګاه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، د داؤد په خاندان کښې به يو ماشوم پېدا شى چې د هغۀ نوم به يوسياه وى. هغه به په تا باندې هغه اِمامان حلال کړى کوم چې په تا باندې نذرانې پېش کوى خو په حقيقت کښې په علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت کوى او هغه به درباندې د بنيادمو هډُوکى وسوزوى.“ ۳او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربان‌ګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“ ۴کله چې يربعام بادشاه دا واورېدل نو هغۀ ورته اِشاره وکړه او حُکم يې ورکړو، ”دا سړے ونيسئ.“ نو د بادشاه لاس سمدستى شل شو او واپس يې راغونډ نۀ کړے شو. ۵نو قربان‌ګاه سمدستى ټوټې ټوټې شوه او ايرې په زمکه ورغورزېدې، لکه څنګه چې هغه پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم پېشګوئې کړې وه. ۶يربعام بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک ته زما دپاره دُعا وکړه او هغۀ ته سوال وکړه چې زما لاس روغ کړى.“ نو پېغمبر مالِک خُدائ ته سوال وکړو او د بادشاه لاس روغ شو. ۷بيا بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه او روټۍ راسره وخوره. تا چې څۀ کړى دى نو زۀ به د هغې اِنعام درکړم.“ ۸خو د خُدائ پاک سړى ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما له ستا نيم دولت هم راکړې، نو زۀ به تا سره لاړ نۀ شم او نۀ به هلته ستا نه څۀ وخورم او نۀ وڅښم. ۹مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې نۀ به څۀ خورې او نۀ څښې او چې په کومه لار راغلے يې په هغې به واپس هم نۀ ځې.“ ۱۰خو چې په کومه لار هغه راغلے وو نو واپس په هغې لا نۀ ړو او په بله لار لاړو.

د بيت‌ايل بوډا پېغمبر

۱۱په هغه وخت کښې يو بوډا پېغمبر چې په بيت‌ايل کښې اوسېدو، د هغۀ زامن راغلل او هغۀ ته يې هغه څۀ ووئيل چې د يهوداه پېغمبر په هغه ورځ په بيت‌ايل کښې څۀ کړى وُو او څۀ يې يربعام بادشاه ته فرمائيلى وُو. ۱۲هغه بوډا پېغمبر د هغوئ نه تپوس وکړو، ”کله چې هغه تلو نو په کومه لاره لاړو؟“ نو هغوئ ورته هغه سړک وښودلو ۱۳او هغۀ هغوئ ته ووئيل چې زما دپاره خپل خر کته کړئ. نو هغوئ ورله خر کته کړو او هغه ورباندې سور شو. ۱۴د يهوداه په پېغمبر پسې په هغه سړک روان وو او هغه يې وموندو چې د څېړۍ د ونې لاندې ناست وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د يهوداه پېغمبر يې څۀ؟“ هغه سړى جواب ورکړو، ”آو، زۀ يم.“ ۱۵نو بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره کور ته لاړ شه او روټۍ وخوره.“ ۱۶خو د يهوداه پېغمبر ورته وفرمائيل، ”زۀ تا سره واپس نۀ شم تلے او نۀ په دې ځائ کښې تا سره روټۍ خوړے شم او نۀ اوبۀ څښلے شم، ۱۷د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې تۀ به هلته نۀ روټۍ خورې او نۀ به اوبۀ څښې او چې په کومه لاره تلے يې، نو په هغې به واپس نۀ راځې.“ ۱۸نو د بيت‌ايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل. ۱۹نو د يهوداه پېغمبر د هغه بوډا پېغمبر سره کور ته لاړو او د هغۀ سره يې روټۍ وخوړه او اوبۀ يې ورسره وڅښلې. ۲۰چې کله هغوئ په دسترخوان ناست وُو، نو په هغه بوډا پېغمبر باندې د مالِک خُدائ کلام نازل شو، ۲۱او هغۀ د يهوداه پېغمبر ته چغه کړه، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده او چې هغۀ څۀ حُکم درکړے وو هغه شان دې ونۀ کړل. ۲۲خو تۀ واپس راغلې او په هغه ځائ کښې دې روټۍ وخوړه او اوبۀ دې وڅښلې چې هغۀ تا ته فرمائيلى وُو چې هلته به خوراک څښاک نۀ کوې. نو په دې وجه تۀ به د پلار نيکۀ په اديره کښې نۀ شې ښخولے.“ ۲۳کله چې هغوئ خوراک ختم کړو، نو هغه بوډا پېغمبر د يهوداه پېغمبر دپاره خر کته کړو، ۲۴هغه روان شو. په لار کښې يو زمرے ورباندې راغلو او هغه يې ووژلو. د هغۀ لاش په سړک پروت وو او خر او زمرے ورسره ولاړ وُو. ۲۵څۀ سړى هلته تېرېدل او په سړک باندې يې لاش وليدو چې زمرے ورسره نزدې ولاړ وو. هغوئ بيت‌ايل ته لاړل او چې څۀ يې ليدلى وُو په هغې باندې يې خلق خبر کړل. ۲۶کله چې بوډا پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه پېغمبر دے چې د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې ده. نو دا ځکه مالِک خُدائ زمرے ورولېږلو چې حمله پرې وکړى او مړ يې کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.“ ۲۷بيا هغۀ خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”زما دپاره زما خر کته کړئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل، ۲۸او هغه روان شو او د هغه پېغمبر لاش يې وليدو چې په سړک پروت وو، چې خر او زمرے تر اوسه پورې ورسره ولاړ وُو، ازمرى نۀ لاش خوړلے وو او نۀ يې په خر حمله کړې وه. ۲۹هغه بوډا پېغمبر لاش راواخستو، په خرۀ يې کېښودو او واپس يې بيت‌ايل ته راوړو چې په دې باندې غم وکړى او ښخ يې کړى. ۳۰هغه يې د خپل خاندان په قبر کښې ښخ کړو او هغه او د هغۀ زامنو په هغۀ باندې غمژن وُو او وئيل يې چې، ”اے زما وروره ډېر افسوس دے.“ ۳۱چې هغه يې ښخ کړو نو پېغمبر خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”کله چې زۀ مړ شم، نو ما په هغه قبر کښې ښخ کړئ چې په کوم کښې د خُدائ پاک نبى ښخ دے، او زما لاش د هغۀ د هډوکو په خوا کښې کېږدئ. ۳۲نو هغۀ چې د مالِک خُدائ په حُکم کومې خبرې په بيت‌ايل کښې د قربان‌ګاه خِلاف او د سامريه په ښارونو کښې د علاقائى عبادتخانې خِلاف کولې نو هغه به خامخا رښتيا شى.“

د يربعام کبيره ګناه

۳۳خو د اِسرائيل بادشاه يربعام بيا هم د خپلو بدو عملونو نه نۀ اوړېدو او د هر قِسم خلقو اِمامان يې خوښول، چې په هغه علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت وکړى چې کومې هغۀ جوړې کړې وې. چې چا هم اِمام جوړېدل غوښتل نو هغه به يې اِمام مقررولو. ۳۴د دې ګناه په وجه د يربعام بادشاهى ختمه شوه او د زمکې د مخ نه ورکه شوه.