East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

1 Kings 13

د یهودا څخه یو نبي

۱یو نبي د څښتن په امر د یهودا څخه بیت ئیل ته لاړ او کله چې هلته ورسېده، یروبعام د قربانۍ وړاندې کولو په خاطر د قربانۍ په ځای کې ولاړ ؤ. ۲هغه نبي د څښتن په حکم د قربانۍ د ځای په ضد وینا وکړه: <ای د قربانۍ ځایه! ای د قربانۍ ځایه! څښتن داسې وایي: یو ماشوم به د داود په کورنۍ کې پیدا شي چې نوم به یې یوشیاه وي، هغه به په تا باندې د عبادت ځایونو هغه کاهنان حلال کړي چې په دې ځای کې نذرانې وړاندې کوي او د انسان هډوکي به درباندې وسوزول شي.> ۳وروسته نبي یوه نښه وړاندې کړه، ویې ویل: <هغه نښه دا ده چې څښتن بیان کړې ده: دا د قربانۍ ځای به دوه ټوټې شي او د هغه ایرې به بیرون توی شي.>

۴کله چې یروبعام پادشاه دا واورېدل، هغه خپل لاس د قربانۍ د ځای څخه د نبي خواته وراوږد کړ او ویې ویل: <هغه ونیسئ!> مګر هغه لاس چې یې د نبي خواته اوږد کړی ؤ شل شو، داسې چې هغه ونه شو کولی هغه بېرته خپل ځان ته راکش کړي. ۵نو د هغې نښې په مطابق چې د نبي له خوا د څښتن په نامه وړاندې شوې وه، د قربانۍ ځای راولوېده، دوه ټوټې شو او ایرې یې بیرون توی شوې.

۶یروبعام پادشاه نبي ته وویل: <مهرباني وکړئ زما دپاره خپل څښتن خدای ته دعا وکړئ او د هغه څخه وغواړئ چې زما لاس د پخوا په شان کړي.> نبي څښتن ته دعا وکړه او د پادشاه لاس روغ شو او بېرته هماغسې شو لکه څنګه چې پخوا ؤ.

۷پادشاه نبي ته وویل: <راځئ زما سره کور ته لاړ شئ او یو څه وخورئ. زه به تاسو ته یو سوغات درکړم.>

۸مګر نبي پادشاه ته په ځواب کې وویل: <که خپله نیمه پادشاهي دې هم ماته راکړې، زه به درسره لاړ نه شم. زه به دلته نه ډوډۍ وخورم او نه به اوبه وڅښم. ۹څښتن ماته امر کړی دی چې نه به څه شی خورم، نه به څه شی څښم او په هغې لار چې راغلی یم په هغې به بېرته خپل کور ته نه ستنېږم.> ۱۰نو په هغې لارې چې هغه بیت ئیل ته راغلی ؤ بېرته په هغې لاړ نه شو، بلکه په بله لار لاړ.

د بیت ئیل زوړ نبي

۱۱په هغه وخت کې په بیت ئیل کې یو زوړ نبي اوسېده. د هغه زامن راغلل او هغه څه چې د یهودا نبي په هغه ورځ په بیت ئیل کې کړي وو او هغه څه چې هغه یروبعام پادشاه ته ویلي وو خپل پلار ته بیان کړل. ۱۲زوړ نبي د خپلو زامنو څخه پوښتنه وکړه: <هغه په کومه لاره لاړ؟> نو هغوی ورته هغه لاره وښودله. ۱۳بیا هغه خپلو زامنو ته وویل: <زما دپاره په خره باندې کته واچوئ.> هغوی همداسې وکړل او هغه ورباندې سپور شو ۱۴او د نبي پسې لاړ. ویې لیدل چې هغه د څېړۍ د ونې لاندې ناست دی، نو پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا ته هغه نبي یې چې د یهودا څخه راغلی یې؟>

هغه ځواب ورکړ: <هو، زه یم.>

۱۵زوړ نبي هغه ته وویل: <زما سره کور ته لاړ شه او ډوډۍ وخوره.>

۱۶د یهودا نبي ځواب ورکړ: <زه نه شم کولی چې تا سره بېرته ستون شم، په دې ځای کې تا سره نه ډوډۍ خوړلی شم او نه درسره اوبه څښلی شم. ۱۷ځکه چې څښتن ماته امر کړی دی چې دلته به نه څه شی خورم، نه به څه څښم او په هغې لارې چې راغلی یم بېرته به په هماغې لارې خپل کور ته نه ستنېږم.>

۱۸وروسته بیا هغه زوړ نبي چې د بیت ئیل څخه ؤ هغه ته وویل: <زه هم ستا په شان نبي یم او یوې فرښتې د څښتن په حکم ماته وویل: هغه د ځان سره کور ته راوله ترڅو یو څه وخوري او څه وڅښي.> مګر زوړ نبي هغه ته دروغ وویل. ۱۹نو د یهودا نبي د هغه سره ستون شو او د هغه په کور کې یې ډوډۍ وخوړله او اوبه یې وڅښلې.

۲۰په هغه وخت کې چې هغوی په دسترخوان باندې ناست وو، هغه زوړ نبي د څښتن پیغام تر لاسه کړ. ۲۱هغه د یهودا په نبي باندې غږ وکړ: <ستا څښتن خدای داسې وایي چې تا د هغه د امر څخه سرغړونه کړې ده او د هغه په حکم باندې دې عمل نه دی کړی. ۲۲ته بېرته ستون شوې او په هغه ځای کې چې ته منع شوې وې تا ډوډۍ وخوړله او اوبو دې وڅښلې. له دې کبله به ستا مړی ستا د نیکونو په هدیره کې ښخ نه شي.>

۲۳کله چې هغه د خوړلو او څښلو څخه وزګار شو، نو زوړ نبي د یهودا د نبي دپاره په خره باندې کته واچوله ۲۴او د یهودا نبي لاړ. په لاره کې زمری ورسره مخامخ شو او هغه یې وواژه. د هغه مړی په لاره کې پروت ؤ، خر او زمری د هغه په څنګ کې ولاړ وو. ۲۵ځینې خلک په لاره تېرېدل او په لاره کې یې مړی ولید چې زمری یې په څنګ کې ولاړ ؤ. هغوی بیت ئیل ته ورغلل او څه چې دوی لیدلي وو خلکو ته یې وویل.

۲۶کله چې زوړ نبي دا خبره واورېدله هغه وویل: <دا هغه نبي دی چې د څښتن د حکم څخه یې سرغړونه وکړه. نو څښتن هغه زمري ته په لاس ورکړ چې هغه وداړي او ویې وژني. لکه څنګه چې څښتن ورته ویلي وو هغه وشول.>

۲۷وروسته بیا هغه خپلو زامنو ته وویل: <زما دپاره په خره باندې کته واچوئ.> هغوی همداسې وکړل. ۲۸هغه روان شو او ویې لیدل چې د نبي مړی په لاره کې پروت دی او زمری او خر لا تر اوسه هم د هغه په څنګ کې ولاړ دي. زمري نه مړی خوړلی او نه یې خر داړلی ؤ. ۲۹زوړ نبي هغه مړی راپورته کړ، هغه یې په خره باندې بار کړ او بېرته یې خپل ښار ته راوړ چې په هغه باندې ویر وکړي او ښخ یې کړي. ۳۰زوړ نبي هغه په خپله هدیره کې ښخ کړ او هغه او د هغه زامنو ورباندې ویر کاوه ویل یې: <وای، ای زما وروره! ای زما وروره!>

۳۱د هغه د ښخولو څخه وروسته نبي خپلو زامنو ته وویل: <کله چې زه مړ شم په هغه قبر کې مې ښخ کړئ چې هغه نبي په کې ښخ شوی دی، زما جسد د هغه د جسد په څنګ کې کېږدئ. ۳۲ځکه هغه پیغام چې د څښتن په حکم یې د بیت ئیل د قربانۍ د ځای په ضد او د هغو عبادت ځایونو په ضد چې د سامره په ښارګوټو کې دي ویلی ؤ، هغه به په یقین سره رښتیا شي.>

۳۳حتیٰ له دې وروسته هم، د اسراییلو پادشاه یروبعام د خپلو بدو لارو څخه ونه ګرځېده، بلکه یو ځل بیا یې د مختلفو عبادت ځایونو دپاره د هر قسم خلکو څخه کاهنان وټاکل. هرچا چې غوښتل کاهن شي هغه به یې وقف کاوه. ۳۴د دې ګناه په وجه د یروبعام پادشاهي پای ته ورسېدله او هغه او د هغه کورنۍ د ځمکې د مخ څخه ورکه شوه.