East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

1 Kings 12

د شمالي قبیلو یاغیتوب

(دوهم تواریخ ۱۰: ۱ - ۱۹)

۱رحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پادشاه کړي. ۲کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، هغه په مصر کې نور هم پاتې شو. ۳خو هغوی یروبعام راوغوښت او هغه او د اسراییلو ټول خلک رحبعام ته ورغلل او هغه ته یې وویل: ۴<ستاسو پلار سلیمان زمونږ سره ډېره سخته رویه کوله او دروند بار یې په مونږ باندې ایښی ؤ. که چېرې تاسو دا بار زمونږ څخه سپک کړئ او زمونږ دپاره ژوند آسانه کړئ، نو مونږ به ستاسو خدمت کوو.>

۵رحبعام په ځواب کې وویل: <ماته درې ورځې وخت راکړئ چې په دې هکله فکر وکړم. بیا بېرته راشئ، زه به تاسو ته ځواب ووایم.> نو هغوی لاړل.

۶وروسته بیا رحبعام د هغو سپین ږیرو سره مشوره وکړه چې د هغه د پلار سلیمان په ژوندانه کې یې د هغه خدمت کاوه. هغه پوښتنه وکړه: <تاسو څنګه مشوره راکوئ چې دې خلکو ته څه ځواب ووایم؟>

۷هغوی ځواب ورکړ: <که چېرې تاسو نن د دې خلکو خدمتګار شئ، د هغوی خدمت وکړئ او هغوی ته داسې ځواب ورکړئ چې خوشاله شي، نو هغوی به تل ستاسو خدمتګاران وي.>

۸مګر رحبعام هغه مشوره چې سپین ږیرو ورته ورکړې وه د هغې پروا یې ونه ساتله او د هغو ځوانانو سره یې مشوره وکړه چې د هغه سره لوی شوي وو او د هغه خدمت یې کاوه. ۹د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <ستاسو مشوره څه ده؟ دې خلکو ته چې ماته وایي: هغه بار چې ستاسو پلار زمونږ په اوږو ایښی دی له مونږه سپک کړه، څه ځواب ووایم؟>

۱۰هغو ځوانانو په ځواب کې وویل: <هغو خلکو ته داسې ځواب ورکړئ: زما کوچنۍ ګوته زما د پلار د ملا څخه پنډه ده. ۱۱زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسو په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.>

۱۲لکه څنګه چې رحبعام پادشاه ویلي وو درې ورځې وروسته یروبعام او ټول خلک هغه ته بېرته راغلل. ۱۳پادشاه د سپین ږیرو د مشورې پروا ونه ساتله او خلکو ته یې ډېر سخت ځواب ورکړ. ۱۴هغه د هغو ځوانانو مشوره ومنله او ویې ویل: <زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسې په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.> ۱۵نو په دې توګه پادشاه د خلکو خبره ونه منله، ځکه چې په دې کې د څښتن غوښتنه وه، ترڅو هغه خبره سرته ورسیږي چې څښتن د اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ د نباط زوی یروبعام ته کړې وه.

۱۶کله چې ټولو اسراییلیانو ولیدل چې پادشاه د هغوی خبره ونه منله، هغوی چیغې ووهلې: <مونږ باید د داود د کورنۍ سره وفادار پاتې نه شو. هغوی زمونږ دپاره څه کړي دي؟ ای د اسراییلو خلکو، ځئ چې خپلو کورونو ته لاړ شو! پرېږدئ چې رحبعام په خپلو خلکو باندې پادشاهي وکړي.> نو اسراییلیان خپلو کورونو ته لاړل. ۱۷رحبعام یوازې په هغو خلکو باندې پادشاهي کوله چې د یهودا په ښارګوټو کې اوسېدل.

۱۸رحبعام پادشاه د بېګارۍ کارونو مسئول ادورام، اسراییلیانو ته واستاوه، مګر ټولو هغه سنګسار کړ او ویې واژه. خو رحبعام په بیړه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور شو او اورشلیم ته وتښتېد. ۱۹نو د اسراییلو شمالي قبیلو د هغې ورځې نه وروسته د داود د شاهي کورنۍ په وړاندې یاغیتوب پیل کړ.

۲۰کله چې د اسراییلو خلکو واورېدل چې یروبعام د مصر څخه راستون شوی دی، هغه ته یې بلنه ورکړه چې د اسراییلو غونډې ته راشي. یروبعام د هغوی بلنه ومنله او هغه یې د خپل پادشاه په توګه غوره کړ. یوازې د یهودا قبیله د داود د کورنۍ سره وفاداره پاتې شوه.

رحبعام ته د شمعیه نبي خبرداری

(دوهم تواریخ ۱۱: ۱ - ۴)

۲۱کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېد، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راغونډ کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یو ځل بیا تر خپل واک لاندې راولي. ۲۲مګر خدای شمعیه نبي ته وویل: ۲۳<د یهودا پادشاه یعنې د سلیمان زوی رحبعام او د یهودا او بنیامین د قبیلو ټولو خلکو ته ووایه: ۲۴د اسراییلو په خلکو باندې چې ستاسو ورونه دي حمله ونه کړئ، ټول خپلو کورونو ته لاړ شئ. هغه څه چې پېښ شوي دي هغه زما رضا ده.> نو هغوی ټولو د څښتن د حکم څخه اطاعت وکړ او بېرته خپلو کورونو ته لاړل.

په بیت ئیل او دان کې د سرو زرو سخوندران

۲۵د اسراییلو پادشاه یروبعام د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شکیم ښار ښه ودان کړ او هلته په کې واوسېده. وروسته بیا له هغه ځای څخه لاړ او د فنوعیل ښارګوټی یې هم ښه ودان کړ.

۲۶‏-۲۷یروبعام په خپل زړه کې وویل: <ډېر امکان لري چې پادشاهي بېرته د داود د کورنۍ په لاس کې پرېوزي، ځکه کله چې خلک اورشلیم ته د قربانۍ د وړاندې کولو دپاره د څښتن کور ته لاړ شي، ممکن چې هغوی رحبعام د یهودا پادشاه ته وفادار شي، ما ووژني او زما په ځای هغه خپل پادشاه وټاکي.>

۲۸د خپلو سلاکارانو څخه د مشورې اخیستلو وروسته پادشاه د سرو زرو دوه سخوندران جوړ کړل. قوم ته یې وویل: <دا ستاسو دپاره سخته ده چې د عبادت دپاره اورشلیم ته ځئ. ای اسراییلیانو! دغه سخوندران ستاسو خدایان دي چې تاسو یې د مصر څخه راوویستلئ.> ۲۹هغه د سرو زرو یو سخوندر په بیت ئیل کې او بل یې په دان کې کېښود. ۳۰په دې کار سره قوم ګناه وکړه او هغوی به د سخوندرانو د عبادت دپاره حتیٰ تر دان پورې تلل.

۳۱یروبعام په غونډیو باندې د عبادت ځایونه جوړ کړل. هغه د هر قسم خلکو څخه کاهنان وټاکل، که څه هم هغوی لاویان نه وو. ۳۲هغه د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د هغه اختر په شان چې په یهودا کې لمانځل کېده اختر جوړ کړ. په بیت ئیل کې به یې د قربانۍ په ځای هغو سخوندرانو ته چې ده جوړ کړي وو قربانۍ وړاندې کولې. همدارنګه هغه په بیت ئیل کې د هغو عبادت ځایونو دپاره چې یې جوړ کړي وو کاهنان وټاکل. ۳۳په دې توګه د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ، یعنې هغه میاشت چې یروبعام په خپله ټاکلې وه، هغه د اسراییلیانو دپاره د اختر دود پیل کړ او د قربانۍ په هغه ځای کې یې چې هغه په بیت ئیل کې جوړ کړی ؤ قربانۍ وړاندې کړې.