د رسولانو خِدمت
۱تاسو مونږ د مسيح خادِمان او د خُدائ پاک د رازونو ساتونکى وګڼئ. ۲اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى. ۳خو زما دپاره دا ډېره وړه خبره ده چې تاسو يا بل انسانى عدالت دې زما جاج واخلى، بلکې زۀ په خپله هم د ځان جاج نۀ اخلم. ۴زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بېعېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى. ۵نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى. ۶اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ. ۷تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ. او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى. او بيا چې هر څۀ خُدائ پاک درکړى دى نو بيا په څۀ خبره فخر کوئ لکه چې هغۀ نۀ وى درکړى؟ ۸ستاسو په خيال تاسو اوس هغه هر څۀ حاصل کړل څۀ چې تاسو غوښتل، تاسو اوس مالداره شوى يئ، زمونږ نه بغېر تاسو بادشاهى کوئ، په حقيقت کښې زما خواهش وو چې تاسو بادشاهان شئ نو چې مونږ هم درسره بادشاهى وکړُو. ۹خو په اصل کښې خُدائ پاک مونږ رسولان د ټولو نه لاندې کړُو او د هغه خلقو په شان يې پېش کړُو په چا چې د مرګ حکم شوے وى، ولې چې مونږ د ټولې دُنيا، يعنې فرښتو او د بنى آدمو په وړاندې يوه تماشه شُو. ۱۰مونږ د مسيح په خاطر بېوقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو. ۱۱په دې موجوده وخت کښې مونږ اوږى، تږى يُو، کپړې مو زړې دى او وهلے شوى يُو او بېکوره يُو، ۱۲او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو، ۱۳څوک چې مونږ بدناموى، هغوئ ته په مينې سره خواست کوُو. مونږ تر ننه پورې د دُنيا د ډيران او د ګند په شان پاتې شوى يُو. ۱۴زۀ دا خبرې ستاسو د شرمولو دپاره نۀ ليکم بلکې تاسو ته د خپلو خوږو بچو په شان نصيحت کوم. ۱۵ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بېشمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم. ۱۶نو زۀ تاسو ته زارى کوم چې زما په نقش قدم شئ. ۱۷په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم. ۱۸خو تاسو کښې ځينې داسې مغروره شول چې زۀ ګنې تاسو ته درتلے نۀ شم. ۱۹خو کۀ مالِک وغوښتل نو زۀ به تاسو له زر درشم او زۀ به نۀ صرف د هغه مغروره خلقو خبرې بلکې د هغوئ روحانى قدرت هم معلوم کړم. ۲۰ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهت په تشو خبرو نه، بلکې د هغۀ په قدرت ولاړ دے. ۲۱نو تاسو څۀ وايئ چې زۀ تاسو ته کوتک په لاس يا په مينه د نرمۍ په روح کښې درشم؟