East Afghan
EA Icon - Pauls Epistles
PAUL’S EPISTLES

1 Corinthians 4

د مسیح رسولان

۱تاسو باید مونږ د مسیح خدمتګاران او د خدای د پټو رازونو ناظران او ساتونکي وګڼئ. ۲تر ټولو مهمه دا چې ناظران باید وفادار وي. ۳دا زما دپاره دومره مهمه خبره نه ده چې تاسو یا کومه انساني محکمه زما په هکله قضاوت وکړي. زه حتی د خپل ځان په هکله هم قضاوت نه کوم. ۴که څه هم زه په خپل ځان کې کومه غلطي نه وینم، خو دا په دې معنی نه دی چې زه بې ګناه یم. دا څښتن دی چې زما په هکله قضاوت کوي. ۵نو له دې امله د وخت نه مخکې د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، بلکې د څښتن د راتللو تر وخته انتظار وکړئ. ځکه چې څښتن به هغه څه چې په تیاره کې پټ دي، په رڼا کې ښکاره کړي او د انسان د زړه مقصدونه به راڅرګند کړي. په هغه وخت کې څوک چې د ستاینې وړ دی، نو خدای به د هغه ستاینه وکړي.

۶ای خویندو او ورونو! ما د دې مثالونو څخه د خپل ځان او اپولوس په هکله ستاسو د ګټې دپاره کار واخیست، ترڅو تاسو زمونږ په وسیله د دې خبرو په معنی پوه شئ: «څه چې لیکل شوي دي د هغې نه زیات څه مه وایئ» ترڅو تاسو د یو کس صفت ونه کړئ او بل ته په سپکه سترګه ونه ګورئ. ۷ته چا د نورو نه لوړ ګڼلی یې؟ ایا ته چې هرڅه لرې هغه خدای درکړي نه دي؟ بیا دا هرڅه چې خدای درکړي دي، نو بیا ولې په دې ویاړ کوې چې ګوندې تا په خپله لاسته راوړي دي؟

۸ایا تاسو فکر کوئ هرڅه چې تاسو غوښتل هغه مو له مخکې نه تر لاسه کړي دي؟ ایا فکر کوئ چې له مخکې نه شتمن شوي یئ؟ ایا فکر کوئ چې زمونږ نه پرته پاچاهان شوي یئ؟ کاشکې تاسو د پخوا نه پاچاهي کولای، ترڅو مونږ هم ستاسو سره په پاچاهۍ کې شریک وای. ۹خو د هغې په ځای ماته داسې ښکاري چې خدای مونږ رسولان لکه د جنګي بندیانو په شان چې په مرګ باندې محکوم شوي وي او د قطار په اخر سر کې ولاړ وي، نندارې ته وړاندې کړي یو، چې ټوله نړۍ د فرښتو او انسانانو سره زمونږ سیل وکړي.

۱۰مونږ د مسیح په خاطر کم عقل ګڼل کېږو، خو تاسو په مسیح کې ډېر هوښیار یئ! مونږ کمزوري یو، خو تاسو غښتلي یئ! ستاسو عزت کیږي، خو مونږ ته په سپکه سترګه کتل کیږي. ۱۱تر اوسه هم مونږ وږي او تږي یو، مونږ زاړه او شلېدلي کالي اغوستي دي، مونږ وهل کېږو او بې کوره یو. ۱۲مونږ په خپلو لاسونو باندې کار کوو او زحمت وباسو. کله چې خلک مونږ ته ښکنځلې کوي، نو مونږ ورته برکت غواړو. کله چې مونږ ځوروي، نو مونږ یې زغمو. ۱۳کله چې مونږ بدناموي، نو ورته په مهربانۍ ځواب ورکوو. مونږ اوس هم لکه د نړۍ د چټلیو او د ټولو شیانو د پاتې شونو په شان یو.

۱۴زه دا شیان د دې دپاره نه لیکم چې تاسو وشرمېږئ، بلکې تاسو ته د خپلو ګرانو اولادونو په شان نصیحت کوم. ۱۵که څه هم تاسو په مسیح کې بې شمېره استاذان لرئ، خو تاسو یو روحاني پلار لرئ. ځکه چې په عیسی مسیح کې زه تاسو ته د زیري رسولو په وسیله ستاسو پلار شوم. ۱۶نو زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې زما د مثال نه پیروي وکړئ. ۱۷له همدې امله ما تاسو ته تیموتاوس درولېږه. هغه په څښتن کې زما ګران او وفادار زوی دی. هغه به تاسو ته در په یاد کړي چې زه څنګه د عیسی مسیح پیروي کوم، لکه څنګه چې زه په هرځای کې او په هره کلیسا کې تعلیم ورکوم.

۱۸خو په تاسو کې ځینې مغروره شول او فکر کوي چې ګوندې زه تاسو ته نه درځم. ۱۹خو که د څښتن رضا وي، نو زه به زر تاسو ته درشم او نه یوازې دا چې د هغو مغرورو خلکو خبرې واورم، بلکې د هغوی قدرت هم ووینم. ۲۰ځکه چې د خدای پاچاهي یوازې په خبرو کې نه، بلکې په قدرت کې ده. ۲۱نو تاسو څه غواړئ؟ ایا د کوتک سره درشم یا په مینه او نرمۍ سره؟