د حضرت داؤد يو زبور
مالِک دے شپون زما
۱مالِک خُدائ دے شپون زما،
نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.
۲راکوى آرام په شين چمن کښې ما له،
بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.
۳هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له،
په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
۴کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم،
خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم،
ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
۵تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له،
تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له،
تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.
۶بېشکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره،
زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.