East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 23

څښتن زما شپونکی دی

(د داود زبور)

۱دی څښتن زما شپونکی

زه هېڅ شي ته محتاج نه یم

۲راکوي ارام سرسبزه څړځایو کې

هم مې بوځي اوبو ارامو لره

۳هغه ماته راکوي تازه قوت

ما په سمه لاره بیایي

د خپل نېک نامه دپاره

۴که د مرګ تیاره دره کې هم روان یم

له خطره به زه ونه کړمه وېره

ځکه ته راسره مل یې ای څښتنه

ستا کوتک او امسا دواړه به زما په تسلۍ کاندي ساتنه

۵ته زما د دښمنانو په حضور کې

ته ماته غوړوې خپل دسترخوان

هرکلی زما کوې ته د درانه مېلمه په شان

ډکوې ته تر خولې پورې زما جام

۶زه ډاډه یم چې ستا مینه او نېکي

به تر عمره راسره وي

ای څښتنه، ستا په کور کې به اوسېږم تل ترتله