د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور
په خُدائ پاک توکل
۱زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم.
تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
۲ګوره بدعمله خپله لينده راکاږى او غشى ويشتو ته برابروى،
او د پټ ځائ نه په نېکانو باندې يې ورَوى.
۳هرکله چې بنيادونه ورانولے شى،
نو رښتونى خلق به څۀ وکړے شى؟“
۴مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے،
هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى.
هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى،
او په زمکه هر يو کس آزمائى.
۵مالِک خُدائ صادقان او بدکاران دواړه معلوموى،
هغه د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې ظلمونه خوښوى.
۶هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى،
په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.
۷بېشکه صادق مالِک خُدائ د اِنصاف سره مينه کوى،
او نېکان خلق به د هغۀ د مخ ديدن کوى.