East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 11

په څښتن باندې باور

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱زه په څښتن لرم باور، هغه به وساتي ما

څنګه تاسو ماته دا ویلی شئ:

«والوزه مرغۍ په شانتې غرونو ته

۲بدکارانو تیار کړي دي خپل غشي

هم راکش کړې یې لیندې خپلې دي

چې د تیارې نه پرې نېکان وولي

۳که ویجاړ شي بنیادونه

څه به وکړي بیا نېکان؟»

۴څښتن په خپل سپېڅلي کور کې دی

د هغه تخت پاس په اسمان کې دی

هغه ټول خلک څاري په هرځای کې

او پوهیږي چې دوی څه کوي

۵اخلي امتحان د بدکارانو او نېکانو نه

کوي نفرت د هغه چا چې زور زیاتی خوښوي

۶وروي به سرې سکروټې او ګوګړ په بدکارانو

وي په برخه به یې بادونه سوځوونکي

۷څښتن نېک دی خوښوي نېک عملونه

د څښتن دیدن به وکړي چې کوي نېک کردارونه