د حضرت هارون امسا
۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې تا له دولس امساګانې درکړى چې د هرې قبيلې د مشر نه يوه يوه وى. د هر سړى نوم د هغۀ په امسا باندې وليکه ۳او په يوه امسا باندې د هارون نوم وليکه چې کومه د ليوى قبيلې دپاره وى، د هرې قبيلې د مشر دپاره به يوه يوه امسا وى. ۴دا امساګانې زما د حضور خېمې ته يوسه او د لوظ صندوق په مخکښې يې کېږده، چرته چې زۀ تا سره مِلاوېږم. ۵بيا چې ما کوم سړے خوښ کړے وى نو د هغۀ امسا به زرغونه شى او زۀ به ستا خِلاف د بنى اِسرائيلو دا هر وخت غورېدل بند کړم.“ ۶نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې داسې وکړئ او د هغوئ هر يو مشر هغۀ له يوه امسا ورکړه، چې د هرې قبيلې دپاره يوه يوه وه، دا ټولې دولس وې او په دې دولسو امساګانو کښې يوه امسا د هارون وه. ۷بيا موسىٰ هغه ټولې امساګانې په خېمه کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې کېښودې. ۸په ورپسې ورځ، کله چې موسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارون امسا وليده چې د ليوى قبيلې دپاره وه، هغه زرغونه شوې وه، دې غوټۍ او ګلونه کړى وُو او پاخۀ بادام يې نيولى وُو. ۹موسىٰ ټولې امساګانې يوړې او بنى اِسرائيلو ته يې وښودلې، هغوئ ورته وکتل او هر يو مشر خپله امسا واپس واخستله. ۱۰مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هارون امسا واپس د لوظ صندوق په مخکښې کېږده. باغيانو بنى اِسرائيلو ته به دا د نښې په توګه کېښودلے شى، کۀ د هغوئ غورېدل بند نۀ شى نو هغوئ به مړۀ شى.“ ۱۱موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. ۱۲بنى اِسرائيلو موسىٰ ته وفرمائيل، ”مونږ برباد يُو، تباه يُو. ۱۳چې څوک هم د مالِک خُدائ خېمې ته نزدې ورشى، نو هغه به مړ شى، نو مونږ خو ټول مرګِ حال يُو.“