East Afghan
EA Icon - Torah
The fourth book of the Torah

Numbers 17

د حضرت هارون امسا

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو خلکو ته ووایه چې دولس امساګانې درکړي یعنې د هرې قبیلې د مشر څخه یوه یوه دانه. د هر سړي نوم د هغه په امسا باندې ولیکه ۳او بیا د هارون نوم د لاویانو په امسا باندې ولیکه. د هر قبیلوي مشر دپاره دې یوه یوه امسا وي. ۴دا امساګانې په مقدسه خېمه کې د لوظ د صندوق په مخ کې چېرته چې زه تاسو سره ملاقات کوم کېږده. ۵بیا به د هغه نفر امسا غوټۍ ونیسي چې زه یې انتخابوم. په دې ډول به ستاسو په ضد د دغو اسراییلیانو پرله پسې شکایتونو ته د پای ټکی کېږدم.>

۶حضرت موسیٰ د اسراییلیانو سره خبرې وکړې او د هغوی هر یو مشر حضرت موسیٰ ته امسا ورکړه، یعنې د هرې قبیلې څخه یوه یوه دانه چې ټولې دولس وې او د حضرت هارون امسا هم په کې شامله وه. ۷بیا حضرت موسیٰ ټولې امساګانې په خېمه کې د څښتن د لوظ د صندوق مخې ته کېښودلې.

۸په سبا ورځ کله چې حضرت موسیٰ خېمې ته ورننوت، هغه ولیدل چې د حضرت هارون امسا چې د لاوي د قبیلې نماینده ګي یې کوله تېغ وهلی. هغې غوټۍ کړې وې، ګلان یې نیولي وو او بادام یې کړي وو! ۹حضرت موسیٰ هغه دولس امساګانې له خېمې څخه راوویستلې او خلکو ته یې ورښکاره کړې. هر مشر خپله امسا راپیدا کړه او هغه یې واخیسته. ۱۰مګر څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د هارون امسا بېرته د لوظ صندوق ته مخامخ کېږده! پرېږده چې هغه هلته پاتې وي او د هغه چا دپاره چې د سرکشۍ کولو په باره کې فکر کوي د خبرداري په توګه وي. که چېرې دا خلک زما په هکله شکایت بس نه کړي نو زه به یې له منځه یوسم.> ۱۱لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ هماغسې وکړل.

۱۲اسراییلیانو حضرت موسیٰ ته فریاد وکړ او ویې ویل: <مونږ مړه کېږو! زمونږ دپاره کوم امید نشته، مونږ ټول له منځه ځو! ۱۳حتیٰ هرڅوک چې مقدسې خېمې ته ورنژدې شي هغه به مړ شي. نو مونږ ټول به مړه شو!>