MINOR PROPHETS

Zechariah 14

د مالِک خُدائ راتلل او بادشاهى کول

۱ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده چې ستاسو مال به بلکل ستاسو په وړاندې لوټ کړے شى. ۲زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بې‌عزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى. ۳بيا به مالِک خُدائ لاړ شى او د هغه قومونو خلاف به داسې جنګ وکړى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا جنګ کړے وو. ۴په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى. ۵بيا به تاسو زما د غرۀ په وادۍ کښې وتښتئ، ځکه دا به تر آضل پورې رسېدلې وى. تاسو به داسې وتښتئ لکه څنګه چې تاسو د يهوداه د بادشاه عُزياه په ورځو کښې د زلزلې نه وتښتېدلئ. بيا مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به راشى، او ټولې پاکې فرښتې به هغۀ سره راشى. ۶په هغه ورځ به نۀ رڼا او نۀ يخ او نۀ کنګل وى. ۷دا به يو بې‌مثاله ورځ وى، نۀ به ورځ وى نۀ به شپه وى، مالِک خُدائ ته به د دې پته وى. د ماښام په وخت کښې به هم رڼا وى. ۸په هغه ورځ به د ژوند اوبۀ د يروشلم نه بهيږى، نيمې به د مشرق سمندر ته او نيمې به د مغرب سمندر ته، په ګرمۍ او يخنۍ کښې بهيږى. ۹مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى. ۱۰ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حنن‌ايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې. ۱۱دا به بيا آباد شى، دا به بيا هيڅکله هم تباه نۀ شى. يروشلم به محفوظ وى. ۱۲دا هغه وبا ده چې مالِک خُدائ به په دې هغه خلق مړۀ کړى چا چې د يروشلم خلاف جنګ کړے وو. د هغوئ غوښې به سخا شى چې لا دوئ په خپلو پښو ولاړ وى، د دوئ سترګې به په خپل ځائ سخا شى، او د دوئ ژبې به د دوئ په خُلو کښې سخا شى. ۱۳په هغه ورځ به مالِک خُدائ خلق په لوئ درد اخته کړى. هر سړے به د بل لاس راونيسى، او هغوئ به په يو بل حمله وکړى. ۱۴تر دې چې يهوداه او يروشلم به په خپلو کښې جنګ کوى. د ګېرچاپېره ټولو قومونو دولت به راغونډ کړے شى، چې په کښې به په لوئ مِقدار سرۀ زر او سپين زر او جامې وى. ۱۵هم دغه شان به په آسونو او قچرو، اوښانو، خرونو او چې څومره ځناور په هغه ځائ کښې دى افت نازل شى. ۱۶بيا به د ټولو قومونو پاتې ژوندى کسان چا چې په يروشلم حمله کړې وه کال په کال د بادشاه، مالِک خُدائ ربُ الافواج عبادت ته هلته ځى، او د جونګړو اختر به کوى. ۱۷خو کۀ هر قوم يروشلم ته د تلو او د بادشاه مالِک خُدائ ربُ الافواج د عبادت نه اِنکار وکړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى. ۱۸کۀ مِصريان هلته لاړ نۀ شى او خپل ځانونه هلته حاضر نۀ کړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى. مالِک خُدائ به په هغوئ هغه وبا نازله کړى چې مالِک خُدائ يې په هغه قومونو رالېږى څوک چې د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى. ۱۹دا به د مِصر او د هغه ټولو قومونو سزا وى چې څوک د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى. ۲۰په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربان‌ګاه په وړاندې دى. ۲۱هر يو لوښے به په يروشلم او يهوداه کښې مالِک خُدائ ربُ الافواج ته مقدس وى. او هغوئ ټول چې قربانۍ کولو له راغلى دى هغوئ به څۀ لوښى واخلى او په کښې به پخلى کولے شى. او په هغه ورځ به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په کور کښې يو کنعانى سوداګر هم پاتې نۀ شى.