WISDOM & POETRY

Song of Songs 7

محبوب

۱ستا پښې په څپلو کښې څومره ښُکلې ښکارينه،

اے د شهزادګۍ لورې.

ستا غونډى پتونونه د قيمتى کاڼو په شان دينه،

لکه چې دا يو ماهر زرګر جوړ کړى وينه.

۲ستا نوم د يوې پيالۍ په شان دېنه

لکه چې د خوشبوداره ميو نه ډکه وينه.

ستا پښې لکه د غنمو د ګېډۍ په شان دينه

چې ګېرچاپېره ترې نه د لاله ګلونه راتاو شوى وينه.

۳ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،

۴ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه.

ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه،

کوم تالابونه چې د دې ښار د بيت‌رابيم دروازې سره دينه.

ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نه

چې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه.

۵ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه،

ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنه

تر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه.

۶اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه،

تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.

۷ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه،

او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه.

۸ما وئيل زۀ به د کجورې ونې ته وخېژمه

او کجورو ته به يې لاس وروړمه.

ستا سينې دې د مېوو د غونچو په شان وينه،

او ستا د خولې خوشبو دې لکه د سيوانو په شان وينه.

۹او ستا شونډې د اعلىٰ ميو په شان دينه.

نو دا مے دې زما د جانان په غاښونو

او شونډو باندې په نرمۍ سره وبهيږينه.

محبوبه

۱۰زۀ د خپل جانان يمه،

او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.

۱۱زما جانانه راشه، راځه چې بهر پټو ته لاړ شُو نه

او هلته په کلى کښې شپه تېره کړو نه.

۱۲راځه چې سحر وختى پاڅيږونه

او د انګورو باغونو ته لاړ شونه

چې د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينو

او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه،

هلته به زۀ خپله مينه تا ته وښايمه.

۱۳هلته به د مړه غونو بوټو خپله خوشبو راپرېښې وينه،

او د ټولو نه ښې مېوې به زمونږ دروازې سره وينه،

نوې او زاړۀ خوندونه،

جانانه کوم چې ما ستا دپاره ساتلى دينه.