WISDOM & POETRY

Song of Songs 4

محبوب

۱اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.

تۀ څومره نازنينه ينه.

د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه.

ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه،

چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.

۲ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه،

چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه،

او تازه لمبولے شوے وينه.

هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه،

يو هم کنډم شوے نۀ دېنه

۳شونډې دې تکې سرې دينه،

خولۀ دې ډېره ښُکلې ښکارينه.

ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.

۴ستا غړۍ دومره ښائسته ده لکه د داؤد د ښار مناره،

چې د زرګونو بهادرانو په ډالونو باندې شوې وى سينګاره.

۵ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،

چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه.

۶د دې نه وړاندې چې د سحر باد ولګيږينه

او د شپې تيارۀ چې په ختمېدو شينه،

زۀ به د مُر غر ته ورمنډه کړمه

او د لوبانو غونډو ته به لاړه شمه.

۷زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه،

په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.

۸زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه،

د لبنان نه ما سره راشه.

د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه،

د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه،

د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه.

۹اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه،

د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه،

او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه.

۱۰زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه،

د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه،

او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.

۱۱زما ناوې، ستا د شونډو نه د شاتو د ګبين په

شان خوږوالے راڅاڅيږينه،

ستا د ژبې لاندې شات او پئ پراتۀ دينه،

ستا د جامو نه لکه د لبنان د دِيار په شان خوشبو راځينه

۱۲اے زما محبوبې، تۀ زما بنده باغيچه ينه،

تۀ زما دُنيا ينه، او زما ناوې ينه،

زما پټ باغ، زما پټه چينه ينه،

۱۳تۀ لکه د انارو باغيچه ينه،

د مزېدارو مېوو نه ډکه ينه،

او خوشبو دې لکه د مشکو او عنبرو په شان ده نه،

۱۴چرته چې د مشکو، زعفرانو، دارچينو

او هر قسمه مصالحو بوټى پېدا کيږينه،

او عُود، مُر او لوبانو خوشبوداره عطر پېدا کيږينه.

۱۵تۀ د باغ چينه ينه،

تۀ د تازه اوبو کوهے ينه

چې د لبنان د غرونو نه رابهيږينه.

محبوبه

۱۶اے د شمال باده، راوالوځه،

اے د جنوب باده راشه،

زما په باغ باندې راوالوځه

او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه.

زما جانانه خپل باغ ته راشه،

او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.