PAUL’S EPISTLES

Romans 1

دُعا او سلام

۱د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے. ۲د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده. ۳دا زيرے د هغۀ د زوئ په حقله دے، څوک چې په انسانى طور د داؤد په نسل کښې پېدا شو، ۴خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح. ۵د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو. ۶او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ. ۷زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.

د شُکر ګزارۍ دُعا

۸د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى. ۹هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم. ۱۰او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم. ۱۱زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ، ۱۲هغه دا چې په خپلو کښې به يو بل ته په ايمان کښې ډاډ ورکړو. ۱۳اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى. ۱۴زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم. ۱۵ځکه زۀ دا غواړم چې تاسو ته چې په روم کښې يئ، زيرے درورسوم.

د زيرى قدرت

۱۶زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېر‌يهوديانو دپاره. ۱۷ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“

د بنى آدمو ګناه

۱۸خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بې‌دينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى. ۱۹او هغوئ د خُدائ پاک په حقله د حقيقت نه خبر دى، ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغه هغوئ ته ښکاره کړے دے. ۲۰د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته. ۲۱اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بې‌احساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو. ۲۲هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بې‌عقله وُو. ۲۳او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو. ۲۴هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول، ۲۵ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک حقيقت په دروغو بدل کړو او د مخلوق عبادت او خِدمت يې د هغه خالِق په ځائ وکړو، څوک چې تل تر تله د حمد لائق دے، آمين. ۲۶نو ځکه خُدائ پاک هغوئ بې‌شرمه شهوتونو ته پرېښودل. د هغوئ ښځو د فطرى جنسى عمل په ځائ غېر فطرى جنسى عمل خپل کړو. ۲۷او د هغوئ سړو هم دغه شان د ښځو سره د فطرى جنسى عمل په ځائ د يو بل سره بدکارى راواخسته او سړو د سړو سره شرمناک کارونه وکړل، او اَنجام يې دا چې په خپله يې د دې ګمراهۍ بدله او سزا وموندله ۲۸او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى. ۲۹هغوئ د هر قِسم بې‌اِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى ۳۰غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى. ۳۱دوئ کم عقل، بې‌ايمانه، بې‌رحمه، ظلم کوونکى دى. ۳۲د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.