INTRODUCTION

Revelation Introduction

پېژندګلو

يوحنا رسول د حضرت عيسىٰ په حقله رويا ليکلې ده، په هغه وخت کښې هغه د پتموس په جزيره کښې چې د نننۍ تُرکى سره نزدې ده. د رويا کِتاب هغه روحانى ناليدونکى جنګ نه پرده اخوا کوى چې د خُدائ پاک او د شيطان په مينځ کښې روان دے. يعنې د دې کِتاب بنيادى مقصد دا دے چې مونږ ته د حضرت عيسىٰ مسيح هغه فتح راوښائى چې په شيطان يې د خپل مرګ په وسيله حاصله کړې ده، او خلقو ته د ګمراهۍ نه خلاصون ورکوى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې مقدسين شى، او په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې خدمت وکړى. د دُنيا تاريخ او د دې تباهى د کامياب ګډورى يعنې د حضرت عيسىٰ د قابو لاندې ده. يوحنا رسول په خپله رويا کښې اووۀ جماعتونو ته وينا کوى. د رويا د کِتاب سرچينه حضرت عيسىٰ مسيح په خپله دے او يوحنا رسول د هغۀ پېغام اووۀ کليساګانو ته په دې خط کښې بيانوى، او دا خط د سزا، تنقيد او سکون نه شروع شوے دے. او بيا د رويا يوه اوږده سلسله شروع کيږى چې د ګناهګارانو د آخرى سزا په باره کښې په خاص الفاظو او ژبې سره تشريح کيږى او بيانيږى. د ايماندارانو جماعت په هغه وخت کښې د يو غټ او لوئ تکليف لاندې وو، خو په آخر کښې دا کِتاب د بادشاهانو د بادشاه او د مالِکانو د مالِک کاميابى بيانوى، څوک چې به د انسان نافرمانۍ ته د آخر ټکى ږدى او نوے آسمان او د نوے دُنيا پېژندنه په يوويشتم باب کښې بيانوى، چرته به چې خُدائ پاک په خپله د همېشه دپاره بادشاهت کوى. د حفظ کولو دپاره ۷‏:_۹ آيت ”ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه.“