PROPHETIC

Revelation 13

اولنۍ بلا

۱بيا ما د سمندر نه يوه بلا په راوتو وليده. د هغې لس ښکرونه او اووۀ سرونه وُو، او د هغې په ښکرونو لس واړه تاجونه وُو او د دې په هر سر د کُفر جدا جدا نومونه وُو. ۲او کومه بلا چې ما وليده، هغه د پړانګ په شان وه خو د هغې پښې د مېلو په شان وې او خولۀ يې د ازمرى په شان وه. او اژدها هغې ته خپل طاقت، بادشاهى او لوئ اختيار ورکړو. ۳داسې ښکارېده چې د هغې يو سر د مرګى ګزار خوړلے وو خو د هغې ګزار ټيک شوے وو او ټوله دُنيا په هغې بلا پسې په حېرانتيا روانه وه. ۴هغوئ د اژدها عبادت وکړو ځکه چې هغې خپل اختيار بلا ته ورکړو، هغوئ د بلا عبادت هم وکړو او دا يې ووئيل چې، ”څوک د دې بلا په شان زورَوره ده، او څوک د دې خلاف جنګ کولے شى؟“ ۵او بلا ته دا اختيار ورکړے شو چې غټې غټې او د کُفر خبرې وکړى، او تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د حکومت کولو اجازت ورکړے شو. ۶هغې په خپله خوله د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې وکړې او د خُدائ نوم او د هغۀ د استوګنې ځائ او آسمانى مخلوق پسې يې کُفر وغرولو. ۷هغې ته دا اجازت هم ورکړے شو چې د مقدسينو سره جنګ وکړى او پرې کاميابه شى، او په ټولو خيلونو او خلقو، ژبو او قومونو اختيار ورکړے شو. ۸او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى. ۹د چا چې غوږونه وى هغه دې واورى. ۱۰کۀ چا ته قېدېدل وى هغه به قېد شى، کۀ څوک په تُوره قتل کېدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دې مقدسينو ته زغم او ايمان په کار دے.

دوېمه بلا

۱۱بيا ما يو بله بلا وليده چې د زمکې نه راووتله، د هغې د ګډُورى په شان دوه ښکرونه وُو او دې د اژدها په شان خبرې کولې. ۱۲هغه د اولنۍ بلا ټول اختيار د هغې په ځائ استعمالوى، زمکه او د دې اوسېدونکى دې خبرې ته مجبوروى چې د اولنۍ بلا عبادت وکړى چې د چا د مرګى زخم ټيک شوے دے. ۱۳هغې غټې معجزې کولې تر دې چې د خلقو په وړاندې يې د آسمان نه زمکې ته اور نازل کړو. ۱۴او هغې له دا اختيار ورکړے شو چې د هغې اولنۍ بلا په ځائ معجزې وکړى او د دُنيا اوسېدونکى دوکه کړى او ورته يې حُکم وکړو چې د هغې اولنۍ په شان يو بُت جوړ کړئ چې د تُورې ګزار يې خوړلے وو خو بيا هم لا ژوندې وه. ۱۵او ورته دا اختيار ورکړے شو چې د بلا په بُت کښې ساه واچوى نو چې د خبرو طاقت هم ورکړى او هغوئ څوک چې ورته سجده نۀ کوى، مړۀ کړى. ۱۶هغۀ دا هم وکړل چې واړۀ او لوئ، مالداره او غريب، آزاد او غلامان ټول دې په ښى لاس يا په تندى يوه نښه ولګوى. ۱۷او چا ته هم د څۀ اخستلو يا خرڅولو اجازت تر هغې نۀ وو ترڅو پورې به چې د دې بلا نښه، يا د هغې د نامې شمېره پرې نۀ وه. ۱۸نو په دې وخت کښې د دې حکمت ضرورت دے. څوک چې پوهه وى هغه دې د دې بلا د نامې د شمېرې حساب وکړى، دا شمېره د يو سړى ده او د هغۀ د شمېرې حساب شپږ سوه شپږ شپېتۀ دے.