PROPHETIC

Revelation 11

دوه ګواهان

۱ما ته د ناپ کولو د ګز په شان يوه لښته راکړے شوه او راته ووئيلے شو چې، ”اوس پاڅه او د خُدائ پاک کور او قربان‌ګاه کچ کړه او عبادت کوونکى شمار کړه. ۲خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى. ۳او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“ ۴دا هغه دوه د زيتون ونې او دوه ډيوټونه دى کوم چې د زمکې د مالِک د وړاندې ولاړ دى. ۵کۀ څوک دوئ ته نقصان رسول غواړى نو د دوئ د خولې نه اور راوځى او د دوئ دشمنان به وسوزوى او دغه شان به هر هغه څوک چې دوئ ته نقصان رسول غواړى، نو هغوئ به په دې طريقه مړۀ کړے شى ۶هغوئ سره به دا اختيار وى چې آسمان بند کړى چې د دوئ د پېشګويۍ په دور کښې به بيا باران ونۀ شى، او په اوبو د دوئ دا اختيار هم شته چې وينې ترې جوړې کړى او چې څومره غواړى دومره افتونه په زمکه راولى. ۷کله چې دوئ خپله ګواهى پوره کړى نو د عالمِ ارواح نه به هغه بلا راوځى او دوئ سره به جنګ ونښلوى او کاميابه به شى او مړۀ به يې کړى. ۸او د هغوئ لاشونه به د لوئ ښار په کوڅو کښې پراتۀ وى، چې د مِثال په توګه ورته سدوم او مِصر وئيلے شى، په کوم ځائ کښې چې د دوئ مالِک هم په سولۍ شوے وو. ۹تر درې نيمو ورځو پورې به خلق، د هرې قبيلې، د هرې ژبې او د هر قوم نه د دوئ لاشونو ته ګورى او د دوئ د لاشونو د ښخولو اجازت به ورنۀ کړى. ۱۰د زمکې ټول خلق به ورته په سترګو کښې خاندى او خوشحالۍ به کوى او يو بل ته به تحفې ورکوى ځکه چې دې دواړو نبيانو د زمکې ټول خلق عذابول. ۱۱خو د درې نيمو ورځو نه پس خُدائ پاک په هغوئ کښې د ژوند ورکولو روح واچولو او هغوئ په خپلو پښو ودرېدل او چا چې دا وليدل، هغوئ ټول يرېدل. ۱۲بيا دوئ يو اوچت آواز د آسمان نه واورېدو چې هغوئ ته يې وئيل چې، ”دلته راشئ.“ او هغوئ په وريځو کښې آسمان ته وختل او دشمنانو هغوئ ته کتل. ۱۳هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله. ۱۴دوېم افسوس تېر شو خو ګورئ درېم زر راتلونکے دے.

اوؤم بيګل

۱۵بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“ ۱۶بيا هغه څليريشت مشران چې د خُدائ پاک د وړاندې په خپلو تختُونو ناست وُو، هغوئ پړمخې په سجده پرېوتل او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو، ۱۷او دا يې وئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، مونږ ستا شُکر کوُو، تۀ چې يې او چې وې، ځکه چې تا خپل لوئ طاقت استعمال کړو او بادشاهى دې شروع کړه. ۱۸قومونه د قهر نه ډک شوى دى خو اوس ستا د قهر وخت راغلے دے، دا د مړو د عدالت کولو وخت دے. ستا د خادِمانو نبيانو د اجر وخت او ستا د مقدسينو او د هغه ټولو خلقو د لويو نه واخله تر وړو پورې د اجر ورکولو وخت راغلے دے، څوک چې ستا د نوم نه يرېدل. او دا اوس د هغوئ د تباه کېدلو وخت دے چا چې په زمکه کښې تباهى راوستله.“ ۱۹نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.