WISDOM & POETRY

Psalm 92

د سبت د ورځې د ثناء صِفت دپاره، يو زبور

۱دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه،

او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ.

۲هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو،

او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو،

۳د بينجو په لس تاريزه ساز کښې،

او د رباب په سازونو کښې.

۴ځکه چې تا زۀ په خپلو کارونو خوشحاله کړے يم.

ستا د لاسونو په کارونو زۀ د خوشحالۍ سندرې وايم.

۵اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى،

او ستا سوچونه څومره ژور دى.

۶بې‌احساسه خلق په دې نۀ پوهيږى،

او کم عقل په دې نۀ پوهيږى.

۷بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى،

او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى،

خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.

۸خو تۀ، اے مالِکه خُدايه،

اوچت يې تر ابده.

۹په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى،

او ټول بدکاران به تالا والا شى،

۱۰لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے.

په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم.

۱۱زما سترګو زما د دشمنانو شکست وليدلو،

زما غوږونو زما د بدکارو دشمنانو وريتې چغې واورېدلې.

۱۲صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى،

او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى.

۱۳هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى،

دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى.

۱۴تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى،

دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى.

۱۵نو داسې به دوئ دا ښکاره کړى چې مالِک خُدائ رښتينے دے،

هغه زما د ‎پناه ګټ دے او په دۀ کښې څۀ بې‌اِنصافى نشته.