WISDOM & POETRY

Psalm 79

د حضرت آسف يو زبور

۱اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے،

هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه

او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.

۲هغوئ ستا د خادِمانو لاشونه د هوا مارغانو ته وغورزول،

او ستا د مقدسينو غوښې يې ځنګلى ځناورو ته واچولې.

۳هغوئ د دوئ وينه د يروشلم په کوڅو کښې لکه د اوبو توئ کړه،

او داسې څوک نشته چې د دوئ مړى ښخ کړى.

۴مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو،

او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بې‌عزتى مو کوى.

۵ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟

ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟

۶خپل غضب دې په هغه قومونو نازل کړه چې تا نۀ پېژنى،

هغه بادشاهتونو ته په قهر شه کوم چې دې نوم نۀ اخلى،

۷ځکه چې هغوئ د يعقوب اولاد لواړ تير کړے دے

او مُلک يې ورله په کنډرو بدل کړے دے.

۸مونږ د پلار نيکۀ په ګناه مۀ نيسه،

په مونږ دې ستا رحم زر تر زره راشى،

ځکه چې مونږ ډېر خوار و زار شوى يُو،

۹زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه،

چې ستا نوم جلال ومومى،

د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه.

۱۰غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، ”د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟“

زمونږ د سترګو په وړاندې دا قومونه پوهه کړه،

چې تا د خپلو خادِمانو د توئ شوې وينې انتقام واخستو.

۱۱د قېديانو فرياد په خپله واوره،

په چا چې د مرګ فېصله شوې ده د خپل مټ په زور دې هغه بچ کړه.

۱۲اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه،

د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،

۱۳نو بيا به مونږ ستا خلق ستا د شپول ګډې به ستا ثناء صِفت د تل دپاره وکړُو،

او مونږ به ستا ثناء صِفت د يو نسل نه تر بل نسله پورې جارى ساتو.