WISDOM & POETRY

Psalm 74

د حضرت آسف يو سرود

۱اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟

ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟

۲هغه خلق راپه ياد کړه چې د پخوا نه تا په بيعه اخستى دى،

او د هغه قوم فديه دې ورکړې ده کوم چې ستا ميراث دے،

د صيون غر راپه ياد کړه کوم ځائ چې تۀ اوسېدلے يې.

۳د هغوئ په دائمى کنډرو کښې خپل قدم کېږده،

ځکه چې دشمن ستا په عبادتخانه کښې هر څۀ تباه کړى دى.

۴ستا په عبادتګاه کښې ستا دشمنانو چغې وهلې دى،

او دوئ هلته خپلې د فتحې جنډې لګولې دى.

۵دوئ د هغه کسانو په شان ښکارى چا چې خپل تبرُونه اوچت کړى وى

چې په هغوئ د ټولو نه غټې ونې راوغورزوى.

۶هغوئ ستا د عبادتګاه ټولې د ګُلکارۍ تختې په خپلو تبرُونو او ترښځو سره ورانې کړې.

۷ستا پاک ځائ ته يې اور واچولو او ختم يې کړو،

او ستا د نوم د اوسېدلو ځائ يې سپک او بې‌حرمته کړو.

۸او هغوئ په خپلو زړونو کښې وائى چې، ”مونږ به دوئ بلکل چخڼى کړُو.“

دوئ هغه ټول ځايونه وسوزول کوم ځائ به چې د خُدائ پاک عبادت کېدو.

۹مونږ نۀ معجزه وليده او نۀ راسره پېغمبر پاتې شو،

او په مونږ کښې هيڅ څوک په دې نۀ پوهېدو چې دا حالت به کله ختم شى.

۱۰اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟

او تل به هغه ستا د نوم بې‌حرمتى کوى؟

۱۱تا ولې خپل زورَور ښے لاس استعمال نۀ کړو؟

نو خپل لاس او قدرت دې راڅرګند کړه او دوئ برباد کړه.

۱۲خو پاکه خُدايه د ازله تۀ يې بادشاه زما،

زمکې له راوړے خلاصون دے تا.

۱۳تا په خپل قدرت سره سمندر په مينځ جدا کړو،

د غټو بلاګانو سرونه دې په سمندر کښې مات کړل.

۱۴تا د سمندرى بلاګانو سرونه مات کړل،

او د صحراګانو په ځناورو دې د دوئ غوښې وخوړې.

۱۵تا زمونږ دپاره چينې او نِهرونه پرانستل،

او تل بهېدونکى دريابونه دې وُچ کړل.

۱۶ورځې دى کۀ شپې دى دواړه ستا دى،

نمر او سپوږمۍ تا په خپل ځائ مقرر کړى دى.

۱۷تا په خپله د زمکې ټول سرحدونه مقرر کړل،

تا دواړه د ګرمۍ او يخنۍ موسمونه پېدا کړل.

۱۸مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې،

او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،

۱۹د خپلې ګوګوشتکې ژوند ځناورو ته مۀ حواله کوه

او د خپلو مظلومانو ژوند د تل دپاره مۀ هېروه،

۲۰د خپل لوظ احترام کوه،

ځکه چې د زمکې ټول تيارۀ ځايونه د ظلم نه ډک دى.

۲۱مظلومان مۀ پرېږده چې دوباره شرمنده شى،

مسکينان او غريبانان دې ستا د نوم ثنا خوان شى،

۲۲راپاڅه، پاکه خُدايه، او د خپلې دعوې دفاع وکړه،

راپه ياد کړه چې څومره بې‌وقوفانو هر وخت ستا د نوم ګستاخى کوله،

۲۳د خپلو مخالفو نعرې ياد ساته،

د خپلو دشمنانو شور چې هر وخت چغې وهى.