د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د رباب سره غږولے شى
د دوستانو د خيانت په حقله دُعا
۱اے پاکه خُدايه، واوره سوال زما،
ځان مۀ غلے کوه په سوال زارۍ زما.
۲جواب راکړه او واوره زما.
خپلو پرېشانو ډېر زورَولے يم،
۳زما دشمنان ما يره وى، او ښکاره دهمکيانې راکوى،
او په خپل قهر کښې دوئ زما نه نفرت کوى.
۴په سينه کښې د يرې نه درزيږى زړۀ زما،
او د مرګ يرې زۀ راګېر کړے يم.
۵يرې يم نيولے په لړزان يم،
زۀ يرې او رپېدلو راخستے يم.
۶کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے،
زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے.
۷زۀ به په هوا کښې الوتلے د دې ځايه وے،
زۀ به په صحرا کښې اوسېدلے وے.
۸ما به ځان دپاره په تېزۍ سره د پناه ځائ لټولے وے
ترڅو چې زۀ دې سختو هواګانو طوفانونو نه امان کښې وے.
۹اے مالِکه خُدايه د بدکارو خبرې ګډې وډې کړه،
ځکه زۀ په ښار کښې وينمه ظلم او جنګونه.
۱۰د حمله کوونکو خلاف يې شپه او ورځ د دېوالونو نه ګشت کيږى،
خو حقيقى خطره هغه بدعملى ده کومه چې په ښار کښې دننه کيږى.
۱۱تباهى يې د ښار په مينځ کښې ده،
ډکې دى کوڅې د ظلم او دوکې نه.
۱۲کۀ چرې دشمن کوله بېعزتى زما،
نو دا به برداشت کړے وے ما،
کۀ دشمن چرې پخپله راپاڅېدلے وے په خلاف زما،
نو خپل ځان د هغوئ نه به پټ کړے وے ما.
۱۳خو دا تۀ يې او انسان يې لکه زما،
او ملګرے او نزدې دوست يې زما.
۱۴مونږ به د يو بل سره ښې خوږې خبرې کولې،
او د خُدائ د کور په ګڼه کښې به يو ځائ ګرځېدلو.
۱۵زما دشمنان دې ناګهانه مړۀ شى،
هغوئ دې په قبر کښې ژوندى ورښخ شى،
ځکه چې شرارت د دوئ په زړونو کښې وردننه شوے دے.
۱۶خو زۀ به خُدائ پاک ته آواز وکړم،
او مالِک خُدائ به بچ کړى ما.
۱۷سحر، غرمه او ماښام
به زۀ هغۀ ته خپل فريادونه وړاندې کوم،
او هغه به واورى آواز زما.
۱۸هغه به مې په حفاظت سره بچ کوى،
د هغه جنګ نه کوم چې زما په خلاف وى،
کۀ څۀ هم چې ډېر خلق زما په ضد وى.
۱۹خُدائ پاک چې د ازل نه په تخت ناست دے،
هغه به زما سوال واورى او هغوئ له به شکست ورکړى.
کوم خلق چې خپلې لارې نۀ بدلوى،
او د خُدائ پاک نه نۀ يريږى.
۲۰زما ملګرى په خپلو دوستانو باندې حمله کړې ده،
او خپل لوظ يې مات کړے دے.
۲۱د هغۀ خبرې خوږې پستې دى،
خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى.
د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى،
خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.
۲۲خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده،
او هغه به ستا حفاظت وکړى،
هغه صادقان نۀ پرېږدى چې شکست وخورى.
۲۳خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران،
په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان.
خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.