يدوتون د موسيقۍ مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور
د يو دردمند د ګناه اقرار
۱ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم
نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم،
ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى
زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“
۲زۀ خو خاموش ولاړ وم، او هيڅ خبره مې هم نۀ کوله،
په دې باندې زما پرېشانى نوره هم زياتېدله.
۳زما د زړۀ پرېشانى او غم زياتېدلو.
ما چې څومره سوچ کولو، نو دومره مې غم زياتېدو،
خو آخر هم ما د خپل ځان سره ووئيل،
۴”اے مالِکه خُدايه، زما ژوندون چې څومره دے ما ته راوښايه،
چې زما عمر به څومره وى ما ته زما د مرګ نېټه راوښايه،
ما ته وښايه چې څومره فانى يم.
۵تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو،
زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو،
د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.
۶هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى،
دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.
۷خو اوس، اے مالِکه خُدايه، زۀ د څۀ طمع کوم؟
زۀ په تا باندې توکل کوم.
۸زما د سرکشۍ نه ما بچ کړه،
ما د کم عقلو د خندا مۀ جوړوه.
۹زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه،
ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.
۱۰خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم،
زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم.
۱۱تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې،
او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې،
انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،
۱۲اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره،
د مدد دپاره زما فرياد واوره،
زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه.
زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم،
لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.
۱۳ما لږ پرېږده چې دوباره خوشحاله شم،
د دې نه مخکښې چې لاړ شم او فنا شم.“