WISDOM & POETRY

Psalm 27

د حضرت داؤد يو زبور

په مالِک خُدائ د توکل سندره

۱مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا

نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟

او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه

نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟

۲چې کله ما ختمول غواړى بدکاران

او حمله راباندې وکړى زما دشمنان،

تيندک به وخورى او راګزار به شى زما دشمنان.

۳هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې،

زړۀ کښې يره نۀ لرم.

کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه،

خو زۀ به خاطر جمع يم.

۴د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم،

چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم،

او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.

۵خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى،

او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى

او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.

۶نو بيا به زۀ خپله غړۍ هسکه کړم

د هغوئ په وړاندې چا چې راګېر کړے يم،

د هغۀ مقدس کور کښې به د خوشحالۍ په چغو قربانى وکړم،

زۀ به سندرې او سرود او ثناء صِفت د مالِک خُدائ وکړم.

۷اے مالِکه خُدايه زما فرياد اوره کله چې زۀ سوال زارى کوم،

مهربان شه، زما سوالونه قبول کړه.

۸کله چې تا وفرمائيل، ”راشه زما ديدن وکړه،“

نو ما وئيل، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ به درشم.“

۹خپل مخ رانه مۀ اړوه ما ته مۀ په قهر کېږه تۀ،

خپل خِدمتګار دې غصه کښې مۀ پرېږده تۀ،

اے پاکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده او ما مۀ رد کوه زما خلاصونکے يې تۀ.

۱۰کۀ څۀ هم چې مور او پلار ما ځان له پرېږدى،

خو مالِک خُدائ به ما خپل ځان ته نزدې کړى.

۱۱اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه،

ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.

۱۲ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده،

ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى،

هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.

۱۳زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم،

ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.

۱۴نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه،

نو ډاډه شه او زړَور شه

او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه.