د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور
د دُنيا په پېدايښت کښې د خُدائ پاک جلال
۱آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى،
خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
۲هره ورځ بلې ورځ پسې متواتر وېنا کوى،
هره شپه بلې شپې پسې د هغۀ مشهورتيا کوى.
۳نۀ کوى خبرې خو په چپه خولۀ وينا کوى
هيڅکله چا نۀ دے اورېدلے آواز يې.
۴خو د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے وو،
او د هغوئ کلام د دُنيا په آخرى حدونو پورې رسېدلے وو.
نمر دپاره خُدائ کور جوړ کړے دے پاس په آسمان،
۵لکه زلمے چې د خپلې کمرې نه بهر راوځى،
لکه څنګه چې يو پهلوان په خوشحالۍ د منډې دپاره ليواله وى.
۶خپله لاره جوړوى په آسمانونو د يو سر نه تر بله.
د ګرمۍ نه يې هيڅ څيز پټېدے نۀ شى.
۷قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى.
هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.
۸حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى.
د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.
۹د مالِک خُدائ يره پاکه ده او تل به وى.
حُکمونه د مالِک خُدائ درست دى هر يو په اِنصاف وى.
۱۰خواهش يې د زرو نه زيات دے،
د سوچه زرو نه هم زيات دے،
دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے،
د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.
۱۱دا ما ستا خِدمتګار ته خبرتيا راکوى،
هغه څوک يې چې منى لوئ اجر ورکوى.
۱۲څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟
ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.
۱۳د قصداً ګناهونو نه خپل خِدمتګار بچ کړه،
چې راباندې غالب نۀ شى ما ترې خلاص کړه.
نو داسې زۀ به بچ شمه د جرمونو نه،
او بچ به شمه زۀ د لويو ګناهونو نه.
۱۴زما خبرې او زما د زړۀ خيالونه دې منظور شى تا ته،
اے مالِکه خُدايه تۀ يې زما پناه ګاه او زما خلاصونکے يې.