WISDOM & POETRY

Psalm 141

د حضرت داؤد يو زبور

د ماښام دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه،

زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.

۲زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى،

او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.

۳اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه،

او زما په شونډو نظر وساته.

۴زما زړۀ دې په بدو لارو لاړ نۀ شى،

او نۀ دې د بدکارو په کارونو کښې حِصه واخلى.

او نۀ دې خطاکارو سره مل شى،

ما د هغه خلقو د خوندور خوراکونو د خوړلو نه وساته.

۵کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى،

او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى،

او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى،

خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.

۶کله چې د دوئ بادشاهان د کمرونو نه راوغورزيږى،

نو بدعمله به دا زده کړى چې زما وېنا خوږه وه.

۷لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى،

نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى.

۸خو زما سترګې ستا په طرف دى، اے قادر مطلق خُدايه،

او ستا نه پناه غواړم ما مرګ ته مۀ حواله کوه.

۹ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے،

ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.

۱۰بدعمله دې په خپلو دامونو کښې راګېر شى،

چې داسې زۀ ترې بچ شمه.