د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د اتۀ تاريزه رباب د ساز سره وغږولے شو
په شريره زمانه کښې د مدد دُعا
۱اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه،
په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان،
ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.
۲وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان،
په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.
۳مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان
دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.
۴دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو،
څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“
۵فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو
فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو،
نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم،
څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“
۶د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې،
لکه سپين زر چې صفا شى اووۀ ځله په بټۍ کښې.
۷اے مالِکه خُدايه مونږ يُو په اطمينان چې به وساتې
نسل د دروغژنو نه به کړې تل په حفاظت دا مظلومان.
۸خو په هر ځائ کښې ګرځيږى بدکاران
ټول بدۍ ته په ښۀ سترګه ګورى انسانان.