۱د خُدائ ثناء ووايئ.
زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم،
کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.
۲د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى،
څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.
۳د هغۀ کارونه د جلال او لويئ نه ډک دى،
او د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې وى.
۴د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى،
زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.
۵د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى،
هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.
۶هغۀ خپلو خلقو ته د خپلو کارونو زور ښودلے دے،
او هغوئ ته يې د نورو قومونو زمکې ورکړى دى.
۷د هغۀ د لاس ټول کارونه په اِنصاف او ښۀ دى،
او د هغۀ ټول اصُولونه اعتبارى دى.
۸او هغه تر ابده قائم پاتې کېدونکى دى،
او دا ټول په وفادارۍ او صداقت سره شوى دى.
۹هغۀ د خپلو خلقو دپاره کفاره ورکړه،
هغۀ خپل لوظ تر ابده پورې قائم کړو،
د هغۀ نوم مقدس دے او شان او شوکت لرى.
۱۰د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده،
هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے،
د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.