رښتينې خوشحالى
۱نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
۲خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
۳نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
۴خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
۵نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
۶بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.