WISDOM & POETRY

Proverbs 26

۱لکه څنګه چې په اوړى کښې واوره يا د لو په موسم کښې باران نامناسب وى، دغه شان د کم عقل انسان عزت کول هم دومره نامناسبه وى. ۲لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا ديخوا الوځى او يا چې طوطاګرکے چکرې وهى او په ځائ نۀ کښېنى، دغه شان نامناسبه ښيرا کول د چا په سر نۀ کښېنى. ۳لکه څنګه چې د آس دپاره چابک، د خر دپاره واګې وى نو هم دغه شان د کم عقل د ملا دپاره چوکه وى. ۴کم عقل ته د هغۀ د کم عقلتوب په مطابق جواب مۀ ورکوه، ګنې تۀ به هم د هغۀ په شان شې. ۵د کم عقل سوال ته کم عقل جواب ورکوه ځکه چې هغه خپل ځان هوښيار ونۀ ګڼى. ۶د يو کم عقل په لاس پېغام استول داسې دى لکه انسان چې په خپله ځان نه پښې پرې کړى او يا زهر وڅښى. ۷د کم عقل په خولې متل داسې وى لکه څنګه چې د يو ګوډ پښه بې‌کاره وى. ۸کم عقل ته عزت ورکول داسې وى لکه څوک چې ليندې پورې کاڼے وتړى او ګزار پرې نۀ شى کولے. ۹لکه څنګه چې د ازغو بوټى د يو شرابى په لاس کښې وى دغه شان يو متل د کم عقل په خولۀ کښې وى. ۱۰هغه څوک چې کم عقل او يا لوفر ته کار ورکړى هغه لکه د هغه غشى ويشتونکى په شان وى چې هر څوک پرې ولى. ۱۱لکه څنګه چې يو سپے خپلې اولټيانې دوباره څټى دغه شان کم عقل خپل کم عقلتوب بار بار کوى. ۱۲تاسو داسې سړے ليدلے دے چې هغۀ ته خپل ځان هوښيار ښکارى؟ خو د دۀ نه زيات اُميد د يو کم عقل دپاره وى. ۱۳ناراسته وائى چې، ”په لار کښې زمرے دے، خطرناک زمرے په کوڅو کښې ګرځى.“ ۱۴لکه څنګه چې دروازه په خپلو قبضو تاويږى، دغه شان ناراسته په خپل کټ کښې اوړى راوړى. ۱۵ناراسته خپل لاس تالى ته وراوږدوى، خو هغه دومره ناراسته وى چې واپس يې خپلې خولې ته نۀ راوړى. ۱۶ناراسته خپل ځان د اووۀ هوښيار سړو نه هم زيات هوښيار ګڼى څوک چې په حِکمت سره جواب ورکوى. ۱۷لکه څوک چې يو کوڅه ډب سپے د غوږونو نه راونيسى د هغه چا په شان دے چې د بل چا په بحث کښې ځان شامل کړى. ۱۸‏-۱۹لکه څنګه چې يو ليونے د اور او وژونکى غشى ورَوى، دا د هغه چا په شان دے چې څوک خپل ګاونډى له دوکه ورکړى او بيا ووائى چې، ”ما خو صرف ټوقې کولې.“ ۲۰د پوکى نه بغېر اور مړ کيږى، او د غېبت نه بغېر جنګ ختميږى. ۲۱لکه څنګه چې سکارۀ بليږى او لکه څنګه چې لرګى لمبې کوى، نو دغه شان د جنګ د تودولو دپاره جنګ مار سړے وى. ۲۲د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى. ۲۳نرمې خبرې شرير زړۀ پټوى لکه څنګه چې په خاورين لوښى باندې رنګ روغن وشى. ۲۴کينه ناک انسان په خوږو خبرو کولو خپل نفرت پټوى، خو په زړۀ کښې يې کينه ساتلې وى. ۲۵کۀ څۀ هم چې د هغۀ خبرې خوږې وى خو په هغوئ يقين مۀ کوه، ځکه چې د هغۀ زړۀ د رنګارنګ حرام کاريو نه ډک وى. ۲۶کۀ د هغۀ بدنېتى د هغۀ په چل وَل کښې پټه وى، خو بيا هم د هغۀ شرارت هر چا ته ښکاره شى. ۲۷کۀ يو انسان بل چا ته کنده کنى نو هغه په خپله په کښې ورغورزيږى، او کۀ يو انسان په بل چا کاڼے رغړوى هغه کاڼے به په خپله په دۀ باندې راورغړيږى. ۲۸د بل چا په حقله دروغ وئيل د هغۀ نه نفرت کول دى، او د خوشامندۍ خبرې تباهى راولى.