WISDOM & POETRY

Proverbs 16

۱انسان په خپل زړۀ کښې منصوبې جوړوى، خو د هغوئ فېصلې مالِک خُدائ کوى. ۲د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى. ۳هر يو کار چې تۀ کوې هغه مالِک خُدائ ته سپاره، نو ستا منصوبې به کاميابې شى. ۴مالِک خُدائ هر څۀ د خپل مقصد د پوره کولو دپاره پېدا کړى دى، تر دې چې بدکاران يې هم د تباهۍ د ورځې دپاره پېدا کړى دى. ۵مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوى. په دې يقين لرئ چې دوئ به بې‌سزا پاتې نۀ شى. ۶د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى. ۷کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى. ۸په صداقت سره لږه ګټه ښۀ ده د هغه ډيرې ګټې نه چې په بې‌اِنصافۍ وى. ۹انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى. ۱۰د بادشاه خبرې درنې وى، نو په کار دے چې هغه اِنصاف پټ نۀ کړى. ۱۱صحيح تله او ناپ کول د مالِک خُدائ د طرفه دى، هغۀ د اِنصاف معيار قائم کړے دے. ۱۲بادشاهان د غلط کارونو نه نفرت کوى، ځکه چې د هغوئ تخت د صداقت په بنياد جوړ دے. ۱۳بادشاهان د رښتينو شونډو نه خوشحاليږى، او هغوئ هغه انسان سره مينه کوى څوک چې رښتيا وائى. ۱۴د بادشاه غضب د مرګ پېغام دے، خو هوښيار انسان به د هغۀ قهر سړوى. ۱۵هر کله چې د بادشاه تندے روڼ وى نو دا د ژوندون زېرے دے، نو په دې وخت کښې د هغۀ رحم داسې وى لکه د سپرلى وريځې چې باران ورَوى. ۱۶د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے. ۱۷د نېکانو لارې د هر قسم غلط کار نه لرې وى. هر هغه څوک چې د خپلو لارو خيال ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى. ۱۸غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى. ۱۹د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى. ۲۰هر څوک چې لارښودنو ته توجو ورکړى نو کامياب به وى، او بختور دے هغه څوک چې په مالِک خُدائ باور کوى. ۲۱څوک چې هوښيار وى هغه تميزدار ګڼلے شى، نرمې خبرې په هدايت کولو کښې ښۀ اثر کوى. ۲۲د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سرچينه ده څوک يې چې لرى. خو کم عقلتوب د بې‌وقوفه دپاره د سزا باعث کيږى. ۲۳د قابل سړى‎‎‎‎‎‎‎‎‎ ‎زړۀ ‎‎د هغۀ خولۀ قابو کوى، او د هغۀ کلام موثر کوى. ۲۴نرمې خبرې د شاتو د ګبين په شان وى، د ځان دپاره خوږې او د هډوکو دپاره درمان وى. ۲۵يوه داسې لار شته چې انسان ته صحيح ښکارى، خو په آخر کښې هغه د مرګ طرف ته تلې وى. ۲۶د مزدور لوږه هغه په کار لګيا کوى، ځکه چې هغه خپله لوږه ختمول غواړى. ۲۷بدعمله داسې کار لټوى چې نورو ته ترې نه تکليف ورسيږى، د هغوئ خبرې هم سوزونکے اور ورَوى. ۲۸بدکاره انسان لانجه جوړوى، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى. ۲۹ظالمان خپل دوستان بې‌لارې کوى او د تباهۍ طرف ته يې بوځى. ۳۰هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى. ۳۱سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى. ۳۲صبرناک انسان د يو طاقتور سپاهى نه بهتر دے، څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دے چې يو ښار فتح کوى. ۳۳انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.