د منښتې منلو په حقله اصُول
۱موسىٰ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو ته دا اصُول وښودل. ۲کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى. ۳کله چې يوه جينۍ د پلار په کور کښې اوسيږى او منښته ومنى چې يو څيز به مالِک خُدائ له ورکوى يا د څۀ څيز نه د ځان ساتلو وعده وکړى، ۴هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى خو کۀ د هغې پلار ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى. ۵خو چې کله يې پلار خبر شى او کۀ ورته ووائى چې دا وعده مۀ پوره کوه، نو د هغې دپاره ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې پلار يې د دې د پوره کولو نه منع کړه. ۶کۀ يوه ناوادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى، قصداً يا په بېخيالۍ کښې، يا وعده وکړى چې د څۀ څيز نه به ځان ساتى او بيا وادۀ شى، ۷نو هغې چې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى خو کۀ د هغې خاوند ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو هغه به نۀ پوره کوى. ۸خو کۀ خاوند يې خبر شى او د هغه وعدې پوره کولو نه يې منع کړى، نو د هغې دپاره دا ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى. ۹يوه کونډه يا طلاقه ښځه به خامخا خپل قسم پوره کوى. ۱۰کۀ يوه وادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى، ۱۱نو هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې منښته منلې وى. کۀ خاوند يې خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى. ۱۲خو کۀ خاوند يې خبر شى او هغه د وعدې پوره کولو نه منع کړى، نو ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې د هغې خاوند د دې قسم د پوره کولو نه منع کړې ده. ۱۳د هغې خاوند دا حق لرى چې هغې له د دې لوظُونو پوره کولو اجازت ورکړى يا ورنۀ کړى. ۱۴خو کۀ، د ورځې د تېرېدو نه پس، هغه د دې قسم نه خبر شى او څۀ اِعتراض ونۀ کړى، نو هغه دې خامخا هغه هر څۀ وکړى چې د څۀ يې قسم يا وعده کړې وى. ځکه چې په کومه ورځ هغه خبر شو نو څۀ اِعتراض يې ونۀ کړو نو قسم دې خامخا پوره کړى. ۱۵خو کۀ وروستو يې خاوند د خپلې خبرې نه واوړېدو، نو د دې قسم ماتولو سزا به د هغې خاوند ته مِلاو شى. ۱۶دا هغه اصُول دى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وښودل کوم چې د هغه قسمونو د خوړلو په حقله دى چې يوه پېغله چې د خپل پلار په کور کښې اوسيږى يا يې يوه وادۀ شوې ښځه وخورى.