HISTORY

Nehemiah 13

د بنى اِسرائيلو نه د بل مُلک خلق جدا کول

۱کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى. ۲دا د هغې په وجه کله چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر په لار روان وُو نو عمونيانو او موآبيانو هغوئ له اوبۀ او روټۍ نۀ وه ورکړې. او د دې په ځائ بلعام له يې پېسې ورکړې چې په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووائى، خو زمونږ خُدائ پاک هغه لعنت په برکت بدل کړو. ۳کله چې بنى اِسرائيلو دا حُکم واورېدو نو هغوئ د قوم نه د پردى مُلک ټول خلق وويستل.

د نحمياه اِصلاحات

۴اِلياسب اِمام کوم چې د خُدائ پاک د ګودامونو مشر وو، هغه د ډېرې مودې نه د طوبياه ملګرے وو. ۵هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه. ۶کله چې داسې کېدل، نو زۀ په يروشلم کښې نۀ وم، ځکه چې د بابل بادشاه ارتخششتا د بادشاهۍ په دوه دېرشم کال زۀ هغۀ له واپس ورغلے وم چې خبر ورورسوم. څۀ وخت وروستو ما ته د هغۀ نه اجازت مِلاو شو چې واپس يروشلم ته تلے شى. ۷کله چې يروشلم ته راواپس شوم نو ما ته د دې بدعملۍ پته ولګېده چې اِلياسب طوبياه له اجازت ورکړے دے چې د خُدائ پاک په کور کښې يوه کوټه استعمالوى. ۸زۀ سخت غصه شوم او د طوبياه ټول سامان مې بهر وغورزولو. ۹ما حُکم ورکړو چې د کوټو د پاکوالى رسم دې ادا کړے شى او د خُدائ پاک د کور د سامان، د غلې نذرانې او خوشبوئى دې بيا واپس په خپل ځائ باندې کېښودلے شى. ۱۰ما ته دا پته هم ولګېده چې د خُدائ پاک د کور موسيقاران او نور ليويان د يروشلم نه تلى دى او خپلو پټو ته واپس شوى دى، دا ځکه چې خلقو هغوئ له دومره خوراک ورکولے نۀ شو چې ګزاره ورباندې کېدله. ۱۱ما آفسران ورټل او ورته مې ووئيل چې د خُدائ پاک د کور خيال ولې نۀ دے ساتلے شوے. او ما ليويان او موسيقاران واپس د خُدائ پاک کور ته راوستل او بيا مې په کار لګيا کړل. ۱۲بيا ټول بنى اِسرائيليان يو ځل بيا شروع شول چې د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته خپل د غلې لسمه حِصه، مے او د زيتُونو تېل راوړى. ۱۳ما دا سړى د ګودامونو مشران مقرر کړل: شلمياه، چې يو اِمام وو، صدوق، چې د شريعت يو عالِم وو، او فداياه ليوے. د متنياه نمسے او د زکور زوئ حنان د هغوئ مددګار وو. دا اعتبارى کسان وُو، او د هغوئ دا ذمه وارى وه چې په ليويانو باندې د سامان په تقسيمولو کښې د ايماندارۍ نه کار واخلى. ۱۴زما خُدايه پاکه، ياد ساته دا هر څۀ چې ما ستا د کور او د دې د عبادت دپاره کړى دى او دا مۀ هېروه. ۱۵په هغه وخت کښې ما وليدل چې په يهوداه کښې خلقو د سبت په ورځ د انګورو لنګرۍ استعمالوله. او نورو په خپلو خرونو باندې غله، مے، انګور، اينځر او نور څيزونه بار کول او يروشلم ته يې وړل، ما هغوئ له خبردارے ورکړو چې د سبت په ورځ دې هيڅ نۀ خرڅوى. ۱۶د صور ښار څۀ خلق په يروشلم کښې اوسېدل او هغوئ کبان او د هر قِسم سامان ښار ته د دې دپاره راوړو چې د سبت په ورځ يې زمونږ په خلقو باندې خرڅ کړى. ۱۷ما د يهوداه مشران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو خپل دې بد عمل ته وګورئ. تاسو د سبت د ورځې سپکاوے کوئ. ۱۸دا بلکل هم هغه کار دے چې خُدائ پاک پرې ستاسو پلار نيکۀ له سزا ورکړه چې کله هغۀ په ښار باندې تباهى راوسته. او تاسو نور زور هم کوئ چې د بنى اِسرائيلو په مُلک باندې د خُدائ پاک نور قهر هم نازل شى ځکه چې د سبت د ورځې سپکاوے کيږى.“ ۱۹نو ما حُکم ورکړو چې د هر سبت د شروع کېدو نه وړاندې د ښار دروازې په ماښامى کښې بندولے شى او د سبت د ورځې د ختمېدو نه وړاندې دې نۀ شى کولاولے. ما خپل يو څو سړى په دروازو باندې د دې دپاره ودرول چې دا خبره يقينى شى چې د سبت په ورځ به ښار ته هيڅ هم نۀ شى راوړلے. ۲۰يو يا دوه ځل سامان خرڅوونکو او سوداګرو د خالى شپه د ښار د دېوالونو نه بهر تېره کړه. ۲۱ما هغوئ له خبردارے ورکړو، ”تاسو د دې دېوال سره شپه ولې تېروئ کۀ تاسو بيا داسې وکړل، نو زۀ به تاسو خراب‌تُراب کړم.“ نو د دې نه پس هغوئ د سبت په ورځ بيا رانۀ غلل. ۲۲ما ليويانو له حُکم ورکړو چې خپل ځانونه پاک کړئ او لاړ شئ او د دروازو څوکيدارى وکړئ چې د سبت ورځ مقدسه پاتې شى. خُدايه پاکه، ما د دې دپاره هم ياد ساته او د خپلې لوئې مينې په وجه مې بچ کړه. ۲۳په هغه وخت کښې ما ته دا پته هم ولګېده چې څۀ يهودى سړو د اشدود، عمون او د موآب د ښځو سره ودونه کړى دى. ۲۴د هغوئ نيم اولاد د اشدود ژبه او يا څۀ بله ژبه وئيله او هغوئ زمونږ ژبه نۀ شوه وئيلے. ۲۵ما هغه سړو له خبردارے ورکړو، په هغوئ مې لعنت ووئيلو، ومې وهل او وېښتۀ مې ترې نه وويستل. بيا مې ترې نه د خُدائ پاک په نوم باندې دا قسم واخستو چې هغوئ او د هغوئ بچى به هيڅکله د پردى مُلک د خلقو سره ودونه نۀ کوى. ۲۶ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو. ۲۷نو مونږ به بيا د ګناهِ کبيره داسې عمل څنګه وکړُو چې د خُدائ پاک سره بې‌وفائى وکړُو او د پردى مُلک ښځو سره ودونه وکړُو؟“ ۲۸يويدع د مشر اِمام اِلياسب زوئ وو، خو د يويدع يو زوئ د بيت‌حورون د ښار د سنبلط د لور سره وادۀ وکړو، نو ما يويدع دې ته مجبور کړو چې يروشلم پرېږدى. ۲۹خُدايه پاکه، هغه راپه ياد کړه چې دې خلقو د اِمامت او د هغه لوظ سپکاوے څنګه وکړو چې کوم لوظ تا د اِمامانو او ليويانو سره کړے وو. ۳۰نو ما خلق د پردى مُلک د هر يو څيز نه صفا کړل، ما د اِمامانو او ليويانو دپاره اصُول ځکه جوړ کړل چې هر يو کس خپله خپله ذمه وارى وپېژنى، ۳۱ما د لرګو بندوبست وکړو چې هغه به د هغه نذرانو په سوزولو کښې استعمالېدل چې کومې نذرانې به په صحيح وخت راوړلے شوې، دا کار مې هم وکړو چې خلق د خپلې وړومبۍ غلې او خپلې وړومبۍ پخې شوې مېوې راوړى. خُدايه پاکه، دا هر څۀ مۀ هېروه او را ياد کړه.