GOSPEL

Matthew 7

په نورو خلقو اِلزام لګول

۱”په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. ۲ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى. ۳تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ ۴او تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ ۵اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې. ۶پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.

غوښتل، لټول او ټکول

۷وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. ۸ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى. ۹په تاسو کښې داسې څوک شته چې زوئ ترې روټۍ وغواړى او هغه به ورله کاڼے ورکړى؟ ۱۰او يا دا چې ورنه کب وغواړى نو مار به ورکړى؟ ۱۱نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره ښۀ څيزونه هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترېنه غواړى. ۱۲د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.

تنګه دروازه

۱۳په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى. ۱۴خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.

ونه په مېوه پېژندل

۱۵د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى. ۱۶تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ. ولې د ازغو جاړو بوټو نه څوک انګور، يا د جاخو نه څوک اينځر راشوکولے شى څۀ؟ ۱۷هم دغه شان ښه ونه ښه مېوه نيسى او د بدې ونې مېوه بده وى. ۱۸ښه ونه بده مېوه نۀ شى نيولے او بده ونه ښه مېوه نۀ شى نيولے. ۱۹او کومه ونه چې ښه مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او په اور کښې به وغورزولے شى. ۲۰ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.

ما تۀ چرې هم نۀ وې پېژندلے

۲۱هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى. ۲۲په ورځ د قيامت به ډېر ما ته وائى چې مالِکه، مالِکه، مونږ ستا په نوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ او ستا په نوم مو پيريان نۀ وُو شړلى څۀ؟ او هم ستا په نوم مو ډيرې معجزې نۀ وې ښکاره کړې څۀ؟ ۲۳نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بې‌شرعې خلق زما نه ورک شئ.

دوه قسمه بنيادونه

۲۴هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى. ۲۵او چې باران وشو، سېلاب راغلو، زل زول او طوفان تير شو او د دۀ کور سره يې ډغرې وخوړې، خو دا راپرې نۀ وتو ځکه چې بنيادونه يې د يو سخت ګټ دپاسه وُو. ۲۶خو د هغه چا به بيا څۀ اَنجام وى چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى؟ د هغۀ مِثال د هغه ناپوهه کس دے چا چې په شګو خپل کور جوړ کړے وو. ۲۷باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“ ۲۸څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې بس کړې نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول، ۲۹ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.