GOSPEL

Mark 9

۱او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى په قدرت سره په راتلو ونۀ وينى.“

د حضرت عيسىٰ شکل بدلېدل

۲شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او يوحنا روان کړل او يو اوچت غرۀ ته يې وخېژول او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو. ۳د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې، داسې سپينې چې د زمکې په مخ داسې چا نۀ شوې سپينولے. ۴نو هغوئ ته هلته الياس او موسىٰ ښکاره شو چې د عيسىٰ سره يې خبرې کولې. ۵نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل څومره ښۀ دى. مونږ له اجازه راکړه چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ ۶هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو. ۷بيا يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه يو آواز راغلو، ”دا زما محبوب زوئ دے. د هغۀ خبرې واورئ.“ ۸ناګهانه چې کله هغوئ ګېرچاپېره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره پاتې وو. ۹نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”دا هر څۀ چې مو وليدل د دې په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“ ۱۰هغوئ دا خبره ځان سره وساتله او په خپلو کښې يې بحث کولو چې د مړو نه د بيا راپاڅېدلو څۀ مطلب کېدے شى. ۱۱نو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان دا ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“ ۱۲هغۀ جواب ورکړو، ”آو، الياس به وړومبے راځى چې هر څيز سم کړى، خو په صحيفو کښې ليکلى دى چې په اِبن آدم به ډيرې سختۍ تېرې شى او په سپک نظر به ورته وکتلے شى. ۱۳خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے او هر څۀ چې د هغوئ خوښ وُو هغه يې ورسره کړى هم دى لکه چې د هغۀ په حقله صحيفو فرمائيلى وُو.“

د پيريانو نيولے هلک جوړول

۱۴چې هغوئ مريدانو ته واپس راغلل نو ګڼ خلق يې ورسره وليدل چې په کښې د شرعې عالمان هم وُو او بحث يې ورسره کولو. ۱۵هر کله چې هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق حېران شول او په منډه هغۀ له ستړى مشى له ورغلل. ۱۶هغۀ تپوس ترې وکړو چې، ”دا د څۀ بحث روان دے؟“ ۱۷په ګڼه کښې يو سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، ما خپل زوئ تا له راوستے دے. هغه پيريانو نيولے دے چې ورنه خبرې نۀ شى کولے. ۱۸کله چې پرې چپه راشى نو په زمکه يې راوولى او په خولۀ يې ځګونه راشى، غاښونه چيچى، او بدن يې اېغ نېغ شى. ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“ ۱۹عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“ ۲۰نو هغوئ هغه هلک هغۀ له راوستو. او څۀ وخت چې پيرى هغه وليدو نو د هغۀ وجود يې تاو راتاو کړو او هغه په زمکه پرېوتو، ورغړېدو او په خولۀ يې ځګونه راغلل. ۲۱عيسىٰ د هغۀ د پلار نه تپوس وکړو چې، ”څومره موده کيږى چې دے په دې حال دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”د وړوکوالې راسې. ۲۲څو ځله يې د هلاکولو دپاره اور او اوبو ته هم غورزولے دے، او کۀ تۀ څۀ کولے شې نو په مونږ رحم وکړه او مدد راسره وکړه.“ ۲۳عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“ ۲۴د هلک پلار چغې کړې چې، ”زۀ ايمان لرم، خو زما کمزورے ايمان مضبوط کړه.“ ۲۵کله چې عيسىٰ وليدل چې ګڼ خلق رانزدې کيږى نو هغۀ هغه پيرے ورټلو. هغۀ وفرمائيل، ”اے ګونګا او کُوڼ پيريه، زۀ درته حکم کوم، چې د دۀ نه راوځه او بيا کله هم مۀ ورننوځه.“ ۲۶هغۀ په زوره چغې کړې او ډېر يې تاو راتاو کړو او بيا پيرے ترې ووتو او هلک لکه د مړى په شان پرېوتو، بلکې ډېرو وئيل چې، ”دے مړ دے.“ ۲۷خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيولو او په پښو يې ودرولو او هغه ودرېدو. ۲۸بيا عيسىٰ دننه لاړو او د هغۀ مريدانو ترې ځان له تپوس وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“ ۲۹هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا قِسم صرف او صرف د دُعا په وسيله شړلے کيږى.“

د حضرت عيسىٰ په دوېم ځل د خپل مرګ او د راژوندى کېدلو په حقله پېشګوئې کول

۳۰بيا هغوئ د هغې علاقې نه لاړل او د ګليل نه واوړېدل. عيسىٰ دا غوښتل چې هيڅوک پرې خبر نۀ شى چې چرته دى، ۳۱ځکه چې هغۀ خپلو مريدانو له تعليم ورکولو او ورته يې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى. هغوئ به دے قتل کړى، خو د مرګ نه درې ورځې پس به هغه بيا راژوندے شى.“ ۳۲خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.

د ټولو نه لوئ څوک دے؟

۳۳هغوئ بيا کفرنحُوم ته راغلل کله چې عيسىٰ په کور کښې دننه وو نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو په لار کښې د څۀ په حقله بحث کولو؟“ ۳۴خو هغوئ غلى وُو، ځکه چې په لار کښې هغوئ د يو بل سره دا بحث وکړو چې د ټولو نه لوئ څوک دے. ۳۵هغه کښېناستو او هغه دولس مريدان يې راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک دا غواړى چې د ټولو نه اول شى نو هغه دې ځان د ټولو نه وروستو کړى او د ټولو خادِم دې شى.“ ۳۶بيا هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو او خپله غېږه يې ترې تاو کړه او ورته يې وفرمائيل، ۳۷”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى هغه ما نه، بلکې هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“

هغه څوک چې زمونږ خلاف نۀ دے زمونږ ملګرے دے

۳۸يوحنا هغۀ ته ووئيل، ”اُستاذه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه چې هغه زمونږ نه نۀ وو.“ ۳۹خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې داسې هيڅوک نشته چې زما په نوم معجزې ښکاره کوى او بيا به په ما پسې بد وائى. ۴۰خو هر څوک چې زمونږ خلاف نۀ دے هغه زمونږ ملګرے دے. ۴۱زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بې‌اجره پاتې نۀ شى.

د ګناه لمسون

۴۲او هر څوک چې له دې وړو نه چې په ما ايمان لرى، د هغوئ په لار کښې خنډونه جوړوى نو دا به د هغۀ دپاره غوره وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى. ۴۳‏-۴۴کۀ ستا لاس تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه، ځکه چې ستا دپاره دا غوره ده چې په ابدى ژوندون کښې د يو بونډى لاس سره داخل شې، نۀ دا چې دواړه لاسونه دې سم وى او دوزخ ته لاړ شې چرته چې نۀ مړ کېدونکے اور دے. ۴۵‏-۴۶او کۀ ستا پښه تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه ځکه چې ستا دپاره دا ښۀ ده چې په ابدى ژوندون کښې په يوه پښه شل داخل شې نۀ دا چې دواړه پښې دې سمې وى او دوزخ دې ځائ شى. ۴۷او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه. ستا دپاره به دا غوره وى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې په يوه سترګه داخل شې، نۀ دا چې دواړه سترګې دې وى او دوزخ ته وغورزولے شى، ۴۸چرته چې چينجى چرې نۀ مرى او اور يې نۀ مړ کيږى. ۴۹هر څوک به په اور سره مالګين کيږى. ۵۰مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بې‌خونده شى نو بيا به څنګه دوباره مالګينه شى؟ په خپلو کښې مالګه وساتئ او د يو بل سره په صُلح اوسئ.“