GOSPEL

Mark 10

د طلاق په باب کښې تعليم

۱عيسىٰ د هغه ځائ نه بيا روان شو نو يهوديه او اُردن د سيند پورې غاړې ته لاړو، او ډېر خلق بيا ترې راچاپيره شُو. او د خپل عادت په مطابق هغۀ بيا هغوئ ته تعليم شروع کړو. ۲نو ځينې فريسيان راغلل او ترې د آزمېښت په طور يې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى له دا روا دى چې خپله ښځه طلاقه کړى؟“ ۳هغۀ په جواب کښې ترې تپوس وکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وو؟“ ۴هغوئ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ سړى ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى.“ ۵عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا حُکم هغۀ ستاسو د زړۀ د سختوالى په وجه وليکلو. ۶خو د دُنيا د شروع نه ”خُدائ پاک هغوئ نر او ښځه پېدا کړل.“ ۷”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى. ۸او دا دواړه به يو بدن شى.“ نو بيا نور دوئ دوه نه خو يو بدن وى. ۹نو په دې وجه څوک چې خُدائ پاک يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې نۀ جدا کوى.“ ۱۰نو بيا چې دوئ کور ته ننوتل نو مريدانو ترې په دې حقله تپوس وکړو. ۱۱هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”هر څوک چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه د اولنۍ ښځې خلاف زنا کوى. ۱۲او دغه شان کۀ يوه ښځه خاوند له طلاق ورکړى او بل سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.“

ماشومانو له برکت ورکول

۱۳بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل. ۱۴خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده. ۱۵زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى د ماشوم په شان قبوله نۀ کړى هغه به په کښې هيڅکله هم ورداخل نۀ شى.“ ۱۶هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.

دولتمند سړے

۱۷عيسىٰ بيا په سفر روانېدو چې يو سړى رامنډه کړه او د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو او تپوس يې وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“ ۱۸عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته. ۱۹تا ته د خُدائ پاک حُکمونه معلوم دى چې، قتل مۀ کوه، زنا مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه، ټګى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“ ۲۰هغۀ جواب ورکړو، ”اُستاذه. ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“ ۲۱بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“ ۲۲کله چې هغۀ دا خبره واورېده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو. ۲۳عيسىٰ ګېرچاپېره خپلو مريدانو ته وکتل او ورته يې وفرمائيل، ”د يو مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.“ ۲۴مريدان د هغۀ په دې خبره حق حېران شول خو عيسىٰ په دوېم ځل وفرمائيل، ”بچو، د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے. ۲۵د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“ ۲۶هغوئ د مخکښې نه هم زيات حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“ ۲۷عيسىٰ هغوئ ته وکتل او وې فرمائيل، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“ ۲۸بيا پطروس وئيل شروع کړل، ”ګوره، مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تا پسې روان شو.“ ۲۹عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې زما او زما د زيرى د خاطره کور، وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد يا زمکه پرېښى وى، ۳۰نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى. ۳۱خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“

په درېم ځل د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ او د بيا ژوندى کېدو په باب کښې پېشګوئې کول

۳۲دوئ د يروشلم په لار روان وُو او عيسىٰ ترې وړاندې وو. او مريدان حېران شوى وُو او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ يرېدل. هغۀ هغه دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وضاحت وکړو چې هغۀ ته څۀ پېښېدونکى دى. ۳۳هغۀ ورته وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى او غېر‌يهوديانو ته به يې حواله کړى. ۳۴په هغۀ پورې به ملنډې وکړے شى او توکاڼى به پرې وتُوکلے شى، په کوړو به ووهلے شى او قتل به يې کړى، خو درې ورځې پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“

د يوحنا او يعقوب عرض

۳۵د زبدى زامن يعقوب او يوحنا هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه مونږ چې ستا نه څۀ هم غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.“ ۳۶هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې درله وکړم؟“ ۳۷هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ له دا اجازت راکړه چې مونږ هم ستا په لويئ کښې تا سره، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته يو ځائ کښېنو.“ ۳۸عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟ يا به هغه بپتسمه واخستلے شئ چې به پرې زما بپتسمه کيږى؟“ ۳۹هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ، او په کومه بپتسمه چې به زما بپتسمه کيږى، په هغې به ستاسو بپتسمه هم وشى. ۴۰خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، خو دا د هغه چا دے د چا دپاره چې دا تيار کړے شوے دے.“ ۴۱هر کله چې نورو لسو دا واورېدل نو هغوئ يعقوب او يوحنا ته غصه شول. ۴۲عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې د قومونو حکمرانان په خپلو خلقو باندې رُعب اچوى او د هغوئ لوئ آفسران په هغوئ باندې د خپل اختيار غلط استعمال کوى. ۴۳خو ستاسو دپاره داسې نۀ دى. په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى. ۴۴او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى. ۴۵ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“

د ړوند برتماۍ بينا کول

۴۶خو هغوئ يريحو ته راغلل او کله چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښاريې نه ووتل نو ګڼ خلق ورپسې وُو، نو يو ړوند فقير د تمائ زوئ برتماۍ څوک چې د لارې په غاړه ناست وو، ۴۷نو کله چې هغه په دې خبر شو چې دا عيسىٰ ناصرى دے نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“ ۴۸ډېرو خلقو ورته په سختۍ ووئيل چې، ”چپ شه،“ خو هغۀ لا نورې هم چغې زياتې کړې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“ ۴۹عيسىٰ ودرېدلو او وې فرمائيل، ”دے دلته راولئ.“ نو هغوئ هغه ړوند سړے راوستو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زړَور شه، هغه دې غواړى.“ ۵۰په دې هغۀ خپله چُوغه وغورزوله، سمدستى پورته شو او عيسىٰ له راغلو. ۵۱عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغه ړوند سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، زۀ بيا خپل نظر غواړم.“ ۵۲عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه، خپل ايمان تۀ روغ کړې،“ نو سمدستى هغه بينا شو او عيسىٰ پسې روان شو.