GOSPEL

Luke 2

د حضرت عيسىٰ پېدايښت

۱په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردم‌شمارى وشى. ۲دا وړومبۍ مردم‌شمارى وه چې د شام د ګورنر کيرينيوس په وخت کښې وشوه. ۳د دې دپاره هر يو کس خپلې خپلې ښاريې ته د مردم‌شمارۍ دپاره لاړو. ۴نو دغه شان يوسف هم د ګليل د ناصرت نه يهوديه ته لاړو چې د داؤد په ښاريه بيت‌لحم کښې خپل نوم وليکى ځکه چې هغه د داؤد د خاندان نه وو. ۵او هغه سره د مريمې لاړو څوک چې د هغۀ چنغله وه او هغه د مخکښې نه اُميدواره وه. ۶او کله چې هغوئ لا هلته کښې وُو نو د هغې ماشوم د پېدا کېدو ورځې پوره شوې، ۷او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.

شپونکى او فرښتې

۸هم په دغه علاقه کښې څۀ شپونکى وُو چې په پټو کښې يې د شپې د خپلو رمو څوکيدارى کوله، ۹چې ناګهانه د مالِک خُدائ فرښته د هغوئ په وړاندې راڅرګنده شوه او د مالِک خُدائ نُور د هغوئ چارچاپيره خور شو او هغوئ يرې واخستل. ۱۰خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه. ما تاسو له يو ښۀ زېرے راوړے دے چې د ټولو خلقو دپاره به يوه لويه خوشحالى وى. ۱۱نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے. ۱۲او ستاسو دپاره د هغۀ دا نښه ده چې تاسو به يو ماشوم په اوړنى کښې انغښتے په اخور کښې ومومئ.“ ۱۳ناګهانه د هغې فرښتې سره د آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه او د خُدائ پاک دا ثنا يې ووئيله چې، ۱۴”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“ ۱۵کله چې فرښتې د هغه ځايه آسمان طرف ته رُخصت شوې نو شپونکو يو تر بله ووئيل، ”ځئ چې اوس سمدستى بيت‌لحم ته لاړ شُو او دا شوے کار ووينو کوم چې مالِک خُدائ مونږ ته څرګند کړے دے.“ ۱۶هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو. ۱۷کله چې هغوئ هغه ماشوم وليدو نو زر يې دا خبره خوره کړه څۀ چې دوئ ته د هغۀ په حقله وئيلے شوى وُو. ۱۸او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول. ۱۹خو مريمې په دې ټولو واقعو سوچ کولو او په زړۀ کښې يې ساتلى. ۲۰خو شپونکو په واپس تلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانولو ځکه چې بلکل هر څۀ يې هغه شان وليدل او واورېدل لکه څنګه چې فرښتې ورته فرمائيلى وُو. ۲۱اتۀ ورځې پس هغه سنت شو او د هغۀ نوم يې عيسىٰ کېښودو. دا هغه نوم وو چې د هغۀ د مور په ګېډه کېدو نه مخکښې فرښتې په هغۀ اېښودے وو.

د خُدائ په کور کښې د حضرت عيسىٰ پېش کول

۲۲نو د موسىٰ د شريعت په مطابق چې د هغوئ د څلوېښتۍ ورځې پوره شوې نو يروشلم ته يې بوتلو چې مالِک خُدائ ته يې پېش کړى، ۲۳لکه چې د مالِک خُدائ په شريعت کښې ليکلى دى چې، ”هر وړومبے نر ماشوم چې پېدا شى هغه به مالِک خُدائ ته وقف شى.“ ۲۴نو هغوئ بيا د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق قربانى وکړه، يعنې يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى. ۲۵په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو. ۲۶روحُ القُدس هغۀ ته دا پېغام ورکړے وو، ترڅو پورې چې تا د مالِک خُدائ مسيح ليدلے نۀ وى تر هغې به تۀ نۀ مرې. ۲۷نو هغه د روحُ القُدس په هدايت د خُدائ کور ته راغلو. او کله چې د عيسىٰ مور پلار هغه ماشوم عيسىٰ دننه راوړو چې د شريعت په مطابق يې خُدائ ته وقف کړى، ۲۸نو شمعون هغه په غېږ کښې واخستو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله، او داسې يې ووئيل چې، ۲۹”اے مالِکه، نن تۀ خپل خادِم د خپلې وعدې په مطابق په سلامتۍ سره رخصتوې، ۳۰ځکه چې ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصون وليدلو ۳۱چې تا د ټولو قومونو په وړاندې تيار کړے دے. ۳۲هغه به د د غېر‌يهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“ ۳۳د ماشوم مور او پلار هغه خبرو ته ګوته په خولۀ وو کومې خبرې چې د هغۀ په حقله وئيلے شوې. ۳۴بيا شمعون د هغۀ دپاره برکت وغوښتو او د هغۀ مور مريمې ته يې ووئيل چې، ”دا ماشوم په بنى اِسرائيلو کښې د ډېرو د بربادېدو او آبادېدو دپاره مقرر شوے دے، او د خُدائ پاک د طرف نه داسې نښه ده چې ډېر خلق به د هغۀ مخالفت کوى ۳۵ځکه چې د ډېرو خلقو د زړُونو پټ خيالونه به ښکاره شى. او د غم په وجه به ستا حال داسې وى لکه ستا زړۀ چې په تُوره وهلے شوے وى.“ ۳۶په دغه ورځو کښې د آشر په خيل کښې حناه نومې يوه پېغمبره وه څوک چې د فنواېل لور وه. هغه ډېره بوډۍ ښځه وه او د وادۀ په اوؤم کال کونډه شوې وه، ۳۷او بيا د څلورو اتياو کالو پورې کونډه وه. هغې د خُدائ د کور د تلو راتلو پابندى کوله، شپه او ورځ به يې روژې ساتلې او دُعا به يې کوله ۳۸نو په هغه ساعت هغه راغله او د خُدائ پاک شُکر يې وکړو. نو هغې هغه ټولو خلقو ته د هغه ماشوم په حقله خبرې وکړې چې د يروشلم د آزادۍ په اِنتظار وُو. ۳۹هرکله چې يوسف او مريم د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق هر څۀ پوره کړل نو هغوئ په ګليل کښې خپلې ښاريې ناصرت ته واپس شول. ۴۰نو دغه ماشوم لوئېدو، قوت او حکمت يې موندلو او د خُدائ پاک فضل ورسره وو.

حضرت عيسىٰ د خُدائ په کور کښې

۴۱د عيسىٰ مور پلار به هر کال يروشلم ته د فسحې اختر له تلل. ۴۲او چې هغه د دولسو کالو شو نو هغوئ د خپل دستور په مطابق د اختر دپاره لاړل. ۴۳نو چې د اختر ورځې پوره شوې او هغوئ کور ته واپس روان شول نو عيسىٰ په يروشلم کښې ايسار شو خو مور پلار ته يې پته نۀ وه. ۴۴او هغوئ ټوله ورځ په دې خيال سفر وکړو چې ګنې هغه به په قافله کښې چرته وى، خو ماښام يې بيا په خپلو خپلوانو او دوستانو کښې د هغۀ لټون شروع کړو. ۴۵چې وې نۀ موندلو نو يروشلم ته راواپس شول چې هلته يې ولټوى. ۴۶په درېمه ورځ يې هغه د خُدائ په کور کښې ناست وموندلو چې د اُستاذانو سره ناست وو او د هغوئ خبرو ته يې غوږ نيولے وو او تپوسونه يې ترې کول. ۴۷او هغوئ ټول چا چې د هغۀ خبرې واورېدې، د هغۀ په پوهه او په جوابونو اريان دريان وُو. ۴۸مور پلار د هغۀ په ليدو حق حېران شول او د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”زويه. تا مونږ سره داسې ولې وکړل؟ ستا پلار او ما تۀ ډېر په فکرمندۍ سره لټولې.“ ۴۹هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ ولې لټولم؟ تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟“ ۵۰خو هغوئ د هغۀ د خبرې په مطلب ونۀ رسېدل. ۵۱بيا هغه د هغوئ سره ناصرت ته واپس لاړو او د هغوئ د تابعدارۍ لاندې يې وخت تېرولو. مور يې دا ټولې خبرې په زړۀ کښې پټې وساتلې. ۵۲او د عيسىٰ حِکمت او ونه لوئېدل او د خُدائ پاک او د بنى آدمو په نظر کښې يې قبوليت وموندو.