MAJOR PROPHETS

Lamentations 5

۱اے مالِکه خُدايه، راياد کړه چې په مونږ څۀ وشو، وګوره چې زمونږ څنګه بې‌عزتى شوې ده. ۲زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى. ۳مونږ يتيمان او بې‌پلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى. ۴مونږ د څښلو اوبۀ او د سوزولو خشاک په بيعه اخلو. ۵هغوئ څوک چې مونږ پسې وُو راته په سر ناست دى او مونږ ډېر ستومانه شُو خو هيڅ آرام ته مو نۀ پرېږدى. ۶مونږ خپل ځان مِصر او اسور ته حواله کړو چې مونږ ته پوره روټۍ مِلاو شى. ۷زمونږ پلار نيکۀ ګناه وکړه خو هغوئ مړۀ دى او اوس مونږ د هغوئ د ګناه سزا خورو. ۸غلامان په مونږ حکومت کوى او هيڅ څوک نشته چې مونږ د هغوئ د لاس نه آزاد کړى. ۹مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى. ۱۰زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده. ۱۱په صيون کښې د ښځو عزت لوټ شوے دے او د يهوداه په ښارونو کښې د پېغلو عزت لوټ شوے دے. ۱۲دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بې‌عزتى يې کړې ده. ۱۳په ځوانانو په زور مېچنې ګرځولے شى، او زلمى د لرګو د درنو بارونو لاندې په تکليف روان دى. ۱۴مشرانو د ښار په دروازه د جرګو ځايونه پرېښودل او ځوانانو خپل ساز و سرود پرېښودو. ۱۵زمونږ د زړۀ خوشحالى رانه اخستے شوې ده او زمونږ ګډا په ماتم بدله شوې ده. ۱۶زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده. ۱۷ځکه د دې په وجه زمونږ زړونه مات شوى دى او د ژړا په وجه زمونږ نظر کم شوے دے. ۱۸دا چې د صيون غر وران ويجاړ پروت دے او ګيدړان په کښې اوسيږى. ۱۹خو تۀ اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره حکومت کوې او ستا تخت په ټولو نسلونو کښې قائم پاتې کيږى. ۲۰تا ولې مونږ بلکل هېر کړى يُو؟ تا ولې مونږ ډېرو ورځو نه پرېښى يُو؟ ۲۱اے مالِکه خُدايه مونږ ځان ته راوبله، مونږ بحال کړه او زمونږ حال د مخکښې په شان کړه. ۲۲ولې تا مونږ تل دپاره رد کړى يُو؟ او تۀ مونږ ته د حد نه زيات غصه يې؟