MAJOR PROPHETS

Lamentations 4

۱وګورئ چې د سرو زرو ځلا څنګه تته شوه، او چې خالص سرۀ زر څنګه بدل شوى دى، او د مقدس ځائ کاڼى د هر يو سړک په هر ګوټ کښې خوارۀ وارۀ شُو. ۲د صيون بيش قيمته ماشومان، چې د خالص سرو زرو په تول وُو، خو اوس هغه لکه د خاورين لوښو په شان دى، لکه چې کُلال جوړ کړى وى. ۳تر دې چې ګيدړه هم خپلو ماشومانو ته سينه ورکوى، خو زما خلق ظالمان شوى دى لکه شتر‌مرغ چې په صحرا کښې وى. ۴د پيو د ماشومانو ژبې انښتې دى او د تندې نه تالو ته ورغلې دى. ماشومان روټۍ پسې ژاړى خو هيچا سره هم نشته چې هغوئ له ورکړى. ۵هغه چا چې به خوندور خوراکونه کول هغوئ اوس په کوڅو کښې د لوږى نه مړۀ کيږى. هغوئ چا چې به قيمتى کپړې استعمالولې اوس هغوئ د ګند په ډېرو کښې د خوراک لټون کوى. ۶زما د خلقو سزا د سدوم د خلقو نه زياته ده، کوم چې په يو شېبه کښې تباه شُو او هيچا پرې لاس ونۀ مروړلو. ۷د صيون حکمرانان د واورې نه زيات صفا وُو او د پيو نه زيات سپين وُو. د هغوئ بدن د مرجانو نه زيات سور وو، او د هغوئ شکلونه او صورتونه د نيلم کاڼى په شان ښکارېدل. ۸خو اوس د هغوئ مخونه سکارو نه زيات تور دى. هغوئ په لارو کوڅو کښې د خلقو د پېژندګلو نه وتى دى. د هغوئ څرمن د هغوئ هډوکو پورې انښتې ده او هغه لکه د پوستکى په شان اوچه شوې ده. ۹هغوئ څوک چې په تُوره مړۀ شوى وُو د هغه چا نه ښۀ وُو چې د قحط نه مړۀ شوى وُو. او د پټى نه د فصل د نشتوالى په وجه هغوئ د لوږو نه مړۀ شول. ۱۰کله چې زما قوم تباه کېدو نو د لوږې نه مهربانه ميندو هم خپل ماشومان پاخۀ کړل او وې خوړل. ۱۱مالِک خُدائ خپل ټول غضب په دوئ ظاهر کړو او هغۀ خپل سخت قهر رانازل کړو. هغۀ په صيون کښې اور بل کړو. او هغه يې تر بنيادونو وسوزولو. ۱۲د دُنيا بادشاهانو په دې يقين نۀ کولو، او نۀ پرې د دُنيا يو اوسېدونکى باور کولو، چې مخالفين او دشمنان به د يروشلم په لويو دروازو کښې راننوځى. ۱۳خو دا د هغې د پېغمبرانو د ګناه په وجه وشو او د اِمامانو په جرمونو سره وشو، چا چې د ښار په مينځ کښې د صادقانو وينه تويه کړه. ۱۴هغوئ لکه د ړندو په کوڅو کښې سرګردانه ګرځېدل. او په وينو داسې لت پت وُو چې چا يې جامو له د لاس وروړلو جرأت نۀ کولو. ۱۵”اخوا شئ ناپاکو،“ خلقو په هغوئ چغې ووهلې، ”اخوا شئ، اخوا شئ، لاس مۀ راوړئ.“ نو بيا هغوئ لرې وطنونو ته وتښتېدل او په غېرو قومونو کښې سرګردانه ګرځېدل خو هيچا هلته پاتې کېدلو ته نۀ پرېښودل. ۱۶مالِک خُدائ په خپله هغوئ خوارۀ وارۀ کړل او نور يې د هغوئ قدر نۀ کولو. خلقو نۀ د اِمامانو عزت کولو او نۀ يې په مشرانو رحم کولو. ۱۷په ډېرو کتو مو سترګې ړندې شوې خو بې‌فائدې، هيڅ مدد رانۀ غلو. مونږ د داسې يو قوم په انتظار وُو چې زمونږ بچ کول د هغوئ د وس کار نۀ وو. ۱۸مونږ په خپلو کوڅو کښې نۀ شُو ګرځېدلے ځکه چې دشمن راته مورچه شوے دے. زمونږ آخر رانزدې شوے وو، او زمونږ ورځې شمېرلے شوې وې، ځکه چې زمونږ اَنجام رارسېدلے وو. ۱۹زمونږ دشمنان به د باز نه زيات تېز وُو، کۀ مونږ به غرونو ته وزغلېدو نو هلته به يې پېدا کړُو او کۀ په صحرا کښې به پټ شُو نو هغوئ به هلته زمونږ انتظار کولو. ۲۰د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“ ۲۱اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ. ۲۲اے صيون لورې، ستا سزا به پوره شى، هغه به تا نور په جلاوطنۍ کښې ونۀ ساتى. خو اے د ادوم لورې، هغه به تا له ستا د ګناهونو سزا درکړى او ستا ګناهونه به ښکاره کړى.