۱زۀ هغه کس يم چا چې د مالِک خُدائ د غضب د چُوکې نه تکليفونه ليدلى دى. ۲هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه. ۳يقيناً چې هغۀ زما په خلاف خپل لاس ټوله ورځ بار بار راوچت کړو. ۴هغۀ زما ټول ځان په وهلو تک شين کړو او زما هډُوکى يې مات کړل. ۵هغۀ زۀ په تريخوالى او غمونو کښې ايسار او راګېر کړے يم. ۶هغۀ زۀ په زوړ قبر کښې په توره تياره کښې کښېنولم. ۷هغۀ زۀ په دېوالونو کښې راګېر کړم چې ونۀ تښتم او په درنو زنځيرونو يې تړلے يم. ۸تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله. ۹هغۀ زما لارې د تراشلے شوو کاڼو په دېوال بندې کړى دى، او هغۀ زما لارې ګډې وډې کړې دى. ۱۰هغه لکه د مېلو زما په انتظار کښې پروت دے او لکه چې زمرے د حملې دپاره پټ شوے وى. ۱۱هغۀ زۀ د لارې نه بېلارې کړم، او ټوټې ټوټې يې کړم. او هغۀ زۀ وران ويجاړ او بېياره بېمددګاره پرېښودم. ۱۲هغۀ خپله لينده راښکله او د خپلو غشو دپاره يې نښه وګرځولم. ۱۳هغۀ زما زړۀ سورے سورے کړو او د خپل تيردان په غشو يې وويشتم. ۱۴زۀ د خپلو خلقو د خندا ذريعه شوم، ټوله ورځ ما ته پيغورونه کوى. ۱۵هغۀ زۀ په ترخو خوراکونو موړ کړم، او د څښلو دپاره يې د تريخ ګنډير نه ډکه پياله راکړه. ۱۶هغۀ زما په غاښونو کښې باجرى ورکړه، او په خاورو ايرو کښې يې ومنډلم. ۱۷زما زړۀ د سلامتيا نه خالى شوے دے او ما نه هېر دى چې خوشحالى څۀ ته وائى. ۱۸نو زۀ دا وايم، ”زما طمع او اُميد لاړو او څۀ چې زما د مالِک خُدائ نه اُميد وو هغه ختم شو.“ ۱۹زما مصيبتونه او خوار و زار ګرځېدل ما ته ياديږى، او هغه ما ته د ګنډير نه هم تراخۀ دى. ۲۰زۀ بار بار د هغۀ په حقله سوچ کوم او زما روح په ما کښې پرېشانه دے. ۲۱خو بيا هم زۀ په خپل سوچ کښې دا راولم او په دې وجه زۀ بيا هم اُميدوار يم. ۲۲د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى. ۲۳د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بېشانه لويه ده. ۲۴”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“ ۲۵مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى. ۲۶دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى. ۲۷د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى، ۲۸چې په خاموشۍ کښې ځان له کښېنى، څۀ چې مالِک خُدائ پرې اېښے وى. ۲۹هغه دې خپل ځان پړمخې په خاورو کښې وغورزوى، کېدے شى چې څۀ اُميد پاتې وى. ۳۰ظالم ته دې د وهلو دپاره خپل مخ ورواړوى او د هغۀ د لاسه دې بېعزتى قبوله کړى. ۳۱ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى. ۳۲دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده. ۳۳هغه چا ته په تکليف رسولو نۀ خوشحاليږى او نۀ څوک په غم آخته کوى. ۳۴کله چې په مُلک کښې ټول قېديان د پښو لاندې چخڼى کړى، ۳۵او کله چې يو انسان د خُدائ تعالىٰ په وړاندې د بل چا حق په زور وهى، ۳۶کله چې يو سړے په عدالت کښې څوک د اِنصاف نه محروموى، ولې مالِک داسې ظلم نۀ ګورى؟ ۳۷څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟ ۳۸ولې د خُدائ تعالىٰ د خوا نه ښۀ او بد دواړه نۀ راځى؟ ۳۹نو بيا ژوندے انسان ولې شکايت کوى کله چې ورته د خپلو ګناهونو سزا مِلاو شى. ۴۰راځئ چې مونږ خپلې طريقې وآزمايو او مالِک خُدائ ته واپس راوګرځُو. ۴۱راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو، ۴۲”مونږ ګناه او سرکشى وکړه او تا مونږ معاف کړى نۀ يُو. ۴۳تا خپلې د قهر جامې واغوستلې او مونږ پسې شوې او په بېرحمۍ سره دې مونږ مړۀ کړُو. ۴۴تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى. ۴۵تا مونږ پليت کړُو او د قومونو په مينځ کښې دې رانه د ګند ډېرے جوړ کړُو. ۴۶زمونږ ټولو دشمنانو زمونږ خلاف خپلې خولې وازې کړې. ۴۷يرې واخستُو او په کنده کښې وغورزېدُو. تباهى او بربادى راباندې راغله. ۴۸زما د خلقو د تباهۍ په وجه زما د سترګو نه د اوښکو سيندونه بهيږى. ۴۹زما سترګو نه به اوښکې جارى وى بې له آرام کولو نه، ۵۰ترڅو چې مالِک خُدائ پاس د آسمان نه نظر واچوى او دا حال وګورى. ۵۱چې کله زۀ په ښار کښې د ټولو ښځو حالت ګورم نو زما زړۀ غمژن شى. ۵۲هغوئ څوک چې هيڅ بېهيڅه زما دشمنان وُو هغوئ لکه د مرغۍ په شان زۀ وويشتم. ۵۳هغوئ زۀ ژوندے په کنده کښې ورواچولم او په ما يې کاڼى راوويشتل. ۵۴اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم. ۵۵اے مالِکه خُدايه، ما د کندې د بېخ نه ستا په نامه مِنت زارى وکړه. ۵۶تا زما خواست اورېدلے دے، خپل غوږونه مۀ بندوه، د مدد دپاره زما آواز واوره. ۵۷تۀ ما ته رانزدې شوې کله چې ما درته آواز وکړو، تا ما ته وفرمائيل چې يرېږه مه. ۵۸اے مالِکه، تا زما مسئله راوچته کړه او تا زما ژوند بچ کړو. ۵۹اے مالِکه خُدايه، کوم بد چې ما سره وشُو تا هغه وليدل، زما د مسئلې اِنصاف وکړه. ۶۰تا د هغوئ د انتقام ټول اور وليدو، د هغوئ ټولې منصوبې زما خلاف دى. ۶۱اے مالِکه خُدايه، تا د هغوئ ټول پيغورونه واورېدل، د هغوئ ټولې منصوبې چې زما خلاف دى. ۶۲زما مخالفين ټوله ورځ زما خلاف پس پس او ګنګوسى کوى. ۶۳هغوئ ته وګوره، سحر نه تر ماښامه پورې، زۀ د هغوئ د پيغورونو په سندرو کښې نمونه يم. ۶۴اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه. ۶۵هغوئ په زړونو غمژن کړه او ستا لعنت دې په هغوئ باندې وى. ۶۶هغوئ په خپله غصه کښې راونيسه، مالِکه خُدايه، د زمکې د مخ نه يې جارُو کړه.“