HISTORY

Judges 21

د بنيامين قبيلې دپاره ښځې

۱کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“ ۲نو اوس د بنى اِسرائيلو خلق بيت‌ايل ته لاړل او هلته تر ماښامه پورې د خُدائ پاک په حضور کښې ناست وُو. هغوئ په چغو چغو او د ډېر فرياد سره ژړا وکړه، ۳”اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، داسې ولې وشول؟ د بنيامين قبيله ولې د بنى اِسرائيلو نه ورکيږى؟“ ۴بل سحر وختى خلقو هلته يو قربان‌ګاه جوړه کړه او د سلامتۍ نذرانې او سوزېدونکې نذرانې يې پېش کړې. ۵هغوئ تپوس وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه داسې يوه قبيله شته چې په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې غونډې له نۀ وى تلې؟“ هغوئ پوخ قسم کړے وو چې هر څوک مصفاه له نۀ وى تلے نو هغه به وژلے شى. ۶بنى اِسرائيل په خپلو وروڼو بنيامينيانو باندې خفه وُو او وې وئيل، ”نن د بنى اِسرائيلو نه يوه قبيله جدا شوه. ۷مونږ څۀ وکړُو چې د بنيامين کوم سړى پاتې دى چې هغوئ له د ښځو بندوبست وکړُو؟ مونږ د مالِک خُدائ سره پوخ لوظ کړے دے چې مونږ به هغوئ له خپلې لوڼه نۀ ورکوو.“ ۸کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو، ۹کله چې د خلقو حاضرى اخستلے شوه نو د يبيس يو کس هم نۀ وو. ۱۰نو غونډې خپل دولس زره تکړه سړى د دې حُکم سره ولېږل، ”لاړ شئ او په يبيس کښې سره د ښځو او ماشومانو هر يو کس ووژنئ. ۱۱ټول نران ووژنئ او هغه ټولې ښځې هم ووژنئ چې د سړى سره څملاستلې وى.“ ۱۲د يبيس په خلقو کښې هغوئ څلور سوه داسې پېغلې پېدا کړې چې د چا لاس هم ورته نۀ وُو رسېدلے، نو هغوئ يې په سيلا کښې کېمپ ته راوستلې، کوم چې د کنعان په مُلک کښې دے. ۱۳بيا ټولې غونډې بنيامينيانو ته دا خبر ولېږلو کوم چې د رِمون ګټ سره وُو او د روغې دپاره جرګه يې ورولېږله. ۱۴بنيامينيان واپس راغلل او نورو بنى اِسرائيلو هغوئ له د يبيس جينکۍ ورکړې کومې چې وژلے شوې نۀ وې خو دا د هغوئ دپاره کافى نۀ وې. ۱۵خلق په بنيامينيانو باندې خفه وُو ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د قبيلو اِتحاد مات کړے وو. ۱۶نو د غونډې مشرانو ووئيل، ”د بنيامين په قبيله کښې نورې ښځې نشته، کوم سړى چې پاتې دى نو د هغوئ دپاره د ښځو بندوبست څنګه وکړُو؟ ۱۷داسې دې بېخى ونۀ شى چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نه يوه ختمه شى. مونږ له داسې څۀ طريقه لټول په کار دى چې د بنيامين قبيله ژوندۍ پاتې شى، ۱۸خو مونږ دا اجازت نه شُو ورکولے چې زمونږ لوڼه وادۀ کړى، ځکه چې مونږ په هغه کس باندې لعنت وئيلے دے چې يو بنيامينى له اجازت ورکړى چې زمونږ د لوڼو نه يوه وادۀ کړى.“ ۱۹بيا هغوئ ووئيل، ”په سيلا کښې د مالِک خُدائ کلنى مېله زر راروانه ده.“ د بيت‌ايل شمال او د لبونه جنوب طرف ته او د بيت‌ايل او شِکم په مينځ کښې چې کومه لار ده او نمرخاتۀ طرف ته سيلا دے. ۲۰هغوئ بنيامينيانو ته ووئيل، ”لاړ شئ او د انګورو په باغونو کښې پټ شئ ۲۱او وګورئ، کله چې په مېله کښې د سيلا جينکۍ ګډېدو له راوځى نو تاسو د انګورو باغونو نه راوځئ. نو تاسو هر يو کس يوه يوه ښځه د هغوئ نه په زور راونيسئ او د بنيامين علاقې ته يې د ځان سره بوځئ. ۲۲کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“ ۲۳بنيامينيانو هم داسې وکړل، د هغوئ هر يو کس د هغه ښځو نه يوه يوه ښځه خوښه کړه کومې چې په سيلا کښې ګډېدې او بو يې تلې. بيا هغوئ واپس خپلې علاقې ته لاړل، خپل ښارونه يې دوباره جوړ کړل او هلته اوسېدل. ۲۴هم په هغه وخت باقى بنى اِسرائيل روان شول او هر يو واپس خپلې قبيلې، خپل خاندان او خپل جائيداد له لاړو. ۲۵په هغه وخت کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو. هر چا هم هغه شان کار کولو چې څنګه يې خوښه وه.