HISTORY

Judges 17

د ميکاه بُتان

۱يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو. ۲هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره دى او هغه ما اخستې دى.“ د هغۀ مور ووئيل، ”زما زويه، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.“ ۳هغۀ پېسې واپس خپلې مور له ورکړې او مور يې ووئيل، ”چې هغه ښېرې زما په زوئ باندې ونۀ لګى زۀ پخپله دا د سپينو زرو سيکې مالِک خُدائ ته وقف کوم. د لرګى په يوه مجسمه به دا سپين زر وخېژولے شى. نو داسې به زۀ دا د سپينو زرو سيکې تا له واپس درکړم.“ ۴کله يې چې دا واپس خپلې مور له ورکړې نو هغې دوه سوه د سپينو زرو سيکې يوړې او زرګر د لرګى بُت جوړ کړو او سپين زر يې پرې وخېژول. دا د ميکاه په کور کښې کېښودے شول. ۵د دې سړى يعنې د ميکاه يوه بُت‌خانه وه. هغۀ څۀ بُتان او يو مقدس پېش بند جوړ کړو. او خپل يو زوئ يې خپل اِمام مقرر کړو. ۶په هغه وخت کښې په بنى اِسرائيلو کښې يو بادشاه هم نۀ وو، خلقو هم هغه شان کول چې څۀ يې خوښه وه. ۷هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيت‌لحم په ښار کښې اوسېدو. ۸هغه د بيت‌لحم نه لاړو چې د اوسېدو دپاره بل ځائ ولټوى. د سفر په دوران کښې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د ميکاه کور ته راغلو. ۹ميکاه د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو ليوى يم چې د يهوداه د بيت‌لحم نه راغلے يم. زۀ د اوسېدو دپاره يو ځائ لټوم.“ ۱۰ميکاه ووئيل، ”ما سره ايسار شه. زما اِمام او مشير شه او زۀ به په کال کښې لس د سپينو زرو سيکې، جامې او خوراک درکوم.“ ۱۱هغه ځوان ليوى د ميکاه سره اوسېدو ته راضى شو او د هغۀ د زوئ په شان شو. ۱۲ميکاه هغه خپل اِمام مقرر کړو او هغه د ميکاه په کور کښې اوسېدو. ۱۳ميکاه ووئيل، ”اوس چې زما يو ليوى اِمام شته، نو ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به زما هر کار سم کړى.“