HISTORY

Judges 11

۱د جِلعاد يو بهادر فوجى اِفتاح د يوې کنجرې زوئ وو. د هغۀ د پلار هم جِلعاد نوم وو. ۲د جِلعاد د خپلې ښځې نه نور زامن هم وُو او کله چې هغوئ لوئ شول، نو اِفتاح يې مجبور کړو چې د کور نه لاړ شى. هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تا ته به زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم نۀ ملاويږى، تۀ د بلې ښځې زوئ يې.“ ۳اِفتاح د خپلو وروڼو نه وتښتېدو او د طوب په مُلک کښې اوسېدو. هلته د بې‌کاره بدمعاشانو ډله د هغۀ سره شوه او هغوئ به د هغۀ سره ګرځېدل. ۴لږه موده پس عمونيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ له لاړل. ۵کله چې داسې وشول نو د جِلعاد مشران لاړل چې اِفتاح د طوب مُلک نه واپس راولى. ۶هغوئ ووئيل، ”راشه او د عمونيانو خلاف په جنګ کښې زمونږ مشر شه.“ ۷خو اِفتاح ورته ووئيل، ”تاسو زما نه دومره نفرت وکړو چې دې ته مو مجبور کړم چې د خپل پلار د کور نه لاړ شم. اوس چې تاسو په تکليف کښې يئ نو ما له ولې راغلى يئ؟“ ۸هغوئ اِفتاح ته ووئيل، ”اوس مونږ تا له ځکه راواپس شُو چې غواړُو چې مونږ سره لاړ شې او د عمونيانو سره جنګ وکړې او د جِلعاد د ټولو خلقو مشرى وکړې.“ ۹اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”ښه ټيک ده کۀ تاسو ما د ځان سره واپس بوځئ چې عمونيانو سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له فتح راکړى، نو زۀ به ستاسو مشر شم.“ ۱۰هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ ته منظوره ده. مالِک خُدائ زمونږ ګواه دے.“ ۱۱نو اِفتاح د جِلعاد مشرانو سره لاړو او خلقو هغه د قبيلو مشر او فوجى مشر جوړ کړو. اِفتاح په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې خپل د تړون خبرې بيان کړې. ۱۲بيا اِفتاح د عمون بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”تۀ زمونږ سره څۀ لانجه لرې؟ تا زمونږ په مُلک باندې ولې حمله کړې ده؟“ ۱۳د عمون بادشاه د اِفتاح پېغام وړونکو ته جواب ورکړو، ”کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه راووتل، نو هغوئ د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند او د اُردن سيند پورې زما مُلک ونيولو. نو اوس به تۀ ما له دا بغېر د جنګ جګړې واپس راکوې.“ ۱۴اِفتاح د عمون بادشاه ته واپس پېغام وړُونکى ولېږل ۱۵چې داسې ورته ووائى، ”دا رښتيا نۀ دى چې بنى اِسرائيلو د موآب يا د عمون مُلک نيولے دے. ۱۶داسې وشول يعنې کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه لاړل، نو هغوئ د صحرا په لاره بحرِقُلزم ته روان شول او قادِس ته راغلل. ۱۷بيا هغوئ د ادوم بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې اجازت ترې نه وغواړى چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. خو د ادوم بادشاه هغوئ نۀ پرېښودل. هغوئ د موآب بادشاه ته هم ووئيل، خو هغۀ هم پرې نۀ ښودل چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. نو بنى اِسرائيليان په قادِس کښې ايسار شول. ۱۸بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه. ۱۹بيا بنى اِسرائيلو په حسبون کښې د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل، چې د هغۀ نه اجازت وغواړى چې هغوئ د هغۀ په مُلک کښې تېر شى او خپل مُلک ته لاړ شى. ۲۰خو سيحون بنى اِسرائيليان تېرېدو ته نۀ پرېښودل ځکه چې په هغوئ بې‌اعتباره وو. هغۀ خپل ټول لښکر راغونډ کړو، په يهض کښې يې خېمې ولګولې او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه. ۲۱خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، بنى اِسرائيلو له په سيحون او د هغۀ په لښکر باندې فتح ورکړه. نو بنى اِسرائيلو د هغه اموريانو هغه ټوله علاقه قبضه کړه کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل. ۲۲هغوئ په جنوب کښې د ارنون نه واخله په شمال کښې تر يبوق پورې او نمرخاتۀ طرف ته د صحرا نه واخله نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن سيند پورې د اموريانو ټوله علاقه قبضه کړه. ۲۳نو دا مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک وو چا چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره اموريان وشړل. ۲۴چې تاسو له څۀ هم ستاسو معبود کموس درکړى دى نو هغه به ستاسو سره وى. خو چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک مونږ له څۀ هم راکړى دى هغه به زمونږ سره وى. ۲۵ستاسو خيال دا دے څۀ چې تاسو د موآب د بادشاه د صفور د زوئ بلق نه ښۀ يئ؟ هغۀ کله بنى اِسرائيلو ته د جنګ دعوت ورکړے دے څۀ؟ هغۀ کله زمونږ خِلاف جنګ کړے دے څۀ؟ ۲۶بنى اِسرائيلو درې سوه کالو راسې حسبون او عيروعير او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه او د ارنون سيند په غاړه ټول ښارونه قبضه کړى دى. تاسو په هغه وخت هغه واپس ولې نۀ وُو نيولى؟ ۲۷نه، ما ستاسو سره هيڅ بد نۀ دى کړى. تاسو دا بد کوئ چې زما سره جنګ کوئ. مالِک خُدائ قاضى دے. هغه به نن د بنى اِسرائيلو او عمونيانو په مينځ کښې فېصله وکړى چې څوک په حقه دى.“ ۲۸خو د عمون بادشاه، د اِفتاح د طرف نه دې پېغام ته هيڅ پام ونۀ کړو. ۲۹بيا د مالِک خُدائ روح په اِفتاح نازل شو. هغه په جِلعاد او په منسى کښې تېر شو او په جِلعاد کښې مصفاه ته راواپس شو او د هغه ځائ نه يې د عمونيانو خِلاف روان شو. ۳۰اِفتاح د مالِک خُدائ دپاره دا منښته ومنله، ”کۀ تۀ ما له په عمونيانو باندې فتح راکړې، ۳۱کۀ زۀ واپس په خېر سره راورسېدم او څوک هم چې زما د کور نه وړومبے زما سره د مِلاوېدو دپاره راووتل نو هغه به د مالِک خُدائ وى نو هغه څيز به هغۀ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړم.“ ۳۲نو اِفتاح د عمونيانو سره جنګ دپاره د سيند نه پورې وتلو او مالِک خُدائ هغۀ له فتح ورکړه. ۳۳هغۀ د عيروعير نه واخله، د مِنيت نه ګېرچاپېره علاقه او تر ابيل کراميم پورې ټول شل ښارونه وران کړل. هلته يو لوئ قتلِ عام وو او عمونيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو.

د اِفتاح لور

۳۴کله چې اِفتاح واپس په مصفاه کښې کور ته لاړو، هلته د هغۀ لور د هغۀ سره مِلاوېدو له راروانه وه، ګډېده او تمبل يې وهلو. هغه يې اېک يوه لور وه، د هغۀ نور زامن او لوڼه نۀ وې. ۳۵کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“ ۳۶هغې ورته ووئيل، ”کۀ تا د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى نو تا چې څۀ وئيلى دى نو هم هغه شان ما سره وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا دشمنانو عمونيانو نه بدل واخستلو.“ ۳۷خو هغې خپل پلار ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره دا يو کار وکړه، دوه مياشتې ما يواځې پرېږده، چې زۀ د خپلو ملګرو سره د غرونو په علاقه کښې سرګردانه وګرځم او ماتم وکړم ځکه چې زۀ په پېغلتوب کښې مړه کېږم.“ ۳۸هغۀ ورته ووئيل چې، ”لاړه شه،“ او دؤو مياشتو له يې لرې ولېږله. هغه د خپلو ملګرو سره د غرونو علاقې ته لاړه او ماتم يې وکړو ځکه چې هغه بې‌اولاده او بې‌وادۀ مړه کېدله. ۳۹دوه مياشتې پس هغه واپس خپل پلار له راغله. هغۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د مالِک خُدائ سره لوظ کړے وو. او هغه په پېغلتوب کښې مړه شوه او د يو سړى سره يې هم تعلق نۀ وو لرلے نو داسې په بنى اِسرائيلو کښې د دې نه يو رِواج جوړ شو ۴۰چې ښځې به هر کال څلور ورځې تلې چې د جِلعاد د اِفتاح د لور دپاره ماتم وکړى.