HISTORY

Joshua 20

د پناه ښارونه

۱نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل ۲چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د پناه دپاره ښارونه خوښ کړئ لکه څنګه چې ما موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۳کله چې څوک په غلطۍ سره يو کس ووژنى نو هغه کس هغه ځائ ته تښتېدے شى چې د بدل اخستونکو نه په امان کښې وى. ۴نو هغه کس دې د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى او د ښار د دروازې سره د جرګې ځائ ته دې لاړ شى او چې څۀ شوى وُو نو هغه دې مشرانو ته بيان کړى. نو بيا به هغه کس له اجازت ورکړى چې ښار ته ورننوځى او د اوسېدو دپاره به يو ځائ ورکړى، نو هغه به هلته اوسيږى. ۵کۀ هغه کس هلته هم ورپسې لاړ شى چې کوم بدل اخستل غواړى، نو د هغه ښار خلق دې هغوئ هيڅکله هغۀ ته نۀ حواله کوى. د ښار خلق به يې خامخا بچ کوى ځکه هغۀ به قصداً نۀ بلکې په غلطۍ سره کس وژلے وى. ۶هغه به تر هغې پورې په هغه ښار کښې ايسار وى چې تر کومې پورې هغه مشر اِمام ژوندے وى او د هغۀ سره عوامى عدالت وشى. بيا دې هغه په خپل ښار کښې کور ته واپس لاړ شى، د کوم نه چې هغه راتښتېدلے وى.“ ۷نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو. ۸هغوئ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د يريحو نمرخاتۀ طرف ته د صحرا په اوچت ځائ باندې او د روبين په علاقه کښې بصر خوښ کړو، د جاد په علاقه جِلعاد کښې رامات، د منسى په علاقه کښې او په بسن کښې يې جولان خوښ کړو. ۹دا د ټولو بنى اِسرائيلو او د پردى مُلک هغه ټولو مسافرو دپاره د پناه ښارونه وُو کوم مسافر چې د هغوئ سره اوسېدل. هر چا به چې هم په غلطۍ سره يو کس وژلے وو نو هغۀ ته به د هغه کس نه په هغه ښارونو کښې پناه مِلاوېده چا به چې بدل اخستل غوښتل، چې ترڅو پورې په هغۀ باندې په عوامى عدالت کښې فېصله نۀ وه شوې نو هيڅ څوک به نۀ شول وژلے.