MINOR PROPHETS

Jonah 4

د حضرت يُونس غصه

۱خو يُونس په دې ډېر خفه وو او هغه سخت غصه شو. ۲هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى. ۳نو اوس، اے مالِکه خُدايه، ما مړ کړه، ځکه چې د دې ژوند نه به مرګ ښۀ وى.“ ۴مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آيا تا ته د غصه کېدو څۀ حق شته؟“ ۵يُونس بهر ووتلو او د ښار د نمرخاتۀ طرف ته په يو ځائ کښې کښېناستو. هغۀ هلته د ځان دپاره دالان جوړ کړو، او د هغې د سورې لاندې کښېناستو او اِنتظار يې کولو چې دې ښار سره به څۀ چل کيږى. ۶بيا مالِک خُدائ د يو بوټى بندوبست وکړو او دا يې د يُونس دپاسه لوئ کړو چې د هغۀ په سر باندې سورے جوړ کړى او د هغۀ غصه سړه کړى، او يُونس د دې په ليدو ډېر خوشحاله شو. ۷خو بل سحر وختى خُدائ پاک يو چينجے راولېږو، چې هغه بوټے يې وخوړو او هغه بوټے مړاوے شو. ۸کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“ ۹خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“ ۱۰خو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ په دې بوټى دومره غمګين شوې، اګر چې تا د دې دپاره څۀ نۀ دى کړى او نۀ دې غټ کړے دے. دا په يوه شپه کښې زرغون شو او په يوه شپه کښې اوچ شو. ۱۱خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“