GOSPEL

John 11

د لعزر مرګ

۱نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِ‌عنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو. ۲دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې. ۳نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“ ۴خو کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو وې وفرمائيل، ”دا بيمارى د مرګ نۀ ده، دا خو د خُدائ پاک د جلال څرګندولو دپاره ده نو چې د خُدائ پاک زوئ د دې په وسيله جلال ومومى.“ ۵اګر چې عيسىٰ د مرتا، او د هغې خور او لعزر سره مينه کوله، ۶خو چې هغۀ د لعزر د بيمارۍ واورېدل نو هغه دوه ورځې نور هم په هغه ځائ کښې ايسار شو. ۷بيا د دې نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې يهوديه ته واپس لاړ شُو.“ ۸مريدانو ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، څۀ لږ وخت مخکښې يهوديانو ستا سنګسارول غوښتل، او تۀ بيا هلته ځې څۀ؟“ ۹عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې په ورځ کښې دولس ګينټې رڼا نۀ وى څۀ؟ هر څوک چې د ورځې ګرځى تيندک نۀ خورى ځکه چې هغوئ د دې دُنيا رڼا وينى. ۱۰خو څوک چې د شپې ګرځى نو تيندک به خورى ځکه چې هغۀ سره رڼا نشته.“ ۱۱د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“ ۱۲مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ چرې هغه اودۀ وى نو هغه به روغ شى.“ ۱۳عيسىٰ د هغۀ د مرګ خبره کوله خو د هغوئ خيال وو چې ګنې دے د فطرى اودۀ کېدو خبره کوى. ۱۴بيا عيسىٰ هغوئ ته صفا وفرمائيل، ”لعزر مړ دے، ۱۵نو ستاسو دپاره دا ښۀ ده چې زۀ هلته نۀ وم نو چې تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چې هغۀ له ورشُو.“ ۱۶بيا توما چې برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مريدانو ته ووئيل، ”راځئ چې مونږ هم لاړ شُو چې د هغۀ سره مړۀ شُو.“

د لعزر بيا ژوندى کېدل

۱۷کله چې عيسىٰ ورسېدو نو خبر شو چې څلور ورځې مخکښې لعزر دفن شوے دے. ۱۸بيتِ‌عنياه د يروشلم نه څۀ دوه ميله لرې وه ۱۹او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو. ۲۰کله چې مرتا د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوه نو هغۀ سره مِلاوېدو له ورغله، خو مريم په کور کښې پاتې شوه. ۲۱مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو. ۲۲خو زۀ اوس هم پوهېږم چې کۀ تۀ د خُدائ پاک نه هر څۀ وغواړې نو خُدائ پاک به يې درکړى.“ ۲۳عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ستا ورور به بيا راژوندے شى.“ ۲۴مرتا هغۀ ته ووئيل، ”خو ما ته پته ده چې د قيامت په ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ ۲۵عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى، ۲۶او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى. آيا ستا په دې يقين دے؟“ ۲۷هغې هغۀ ته ووئيل، ”آو، مالِکه، زما په دې ايمان دے چې تۀ مسيح يې، د خُدائ پاک زوئ، څوک چې دُنيا ته راتلونکے دے.“ ۲۸کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“ ۲۹کله چې مريم دا واورېدل نو سمدستى پاڅېده او عيسىٰ له ورغله. ۳۰خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رارسېدلے او لا په هغه ځائ کښې وو چرته چې مرتا هغۀ سره مِلاو شوه. ۳۱کوم يهوديان چې د مريم سره غمرازۍ دپاره کور کښې وُو، نو چې هغوئ وليدل چې هغه زر پاڅېده او بهر لاړه نو هغوئ ورپسې روان شول، ځکه چې هغوئ دا ګڼل چې قبر له روانه ده چې پرې وژاړى. ۳۲کله چې مريم هغه ځائ له ورغله چرته چې عيسىٰ وو نو د هغۀ په ليدو سره په پښو ورته پرېوتله او هغۀ ته يې ووئيل، ”اے مالِکه، کۀ چرې تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.“ ۳۳کله چې عيسىٰ مريم او ورسره يهوديان په ژړا وليدل نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو او ډېر زهير شو. ۳۴هغۀ تپوس وکړو چې، ”هغه تاسو کوم ځائ دفن کړے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه، راشه او وې ګوره.“ ۳۵عيسىٰ په ژړا شو. ۳۶يهوديانو ووئيل چې، ”وګوره د دۀ هغۀ سره څومره مينه وه.“ ۳۷خو ځينو ووئيل چې، ”ولې دې سړى چا چې د هغه ړوند سړى سترګې بينا کړې وې دا نۀ شو کولے چې لعزر يې د مرګ نه بچ کړے وے؟“ ۳۸عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، او قبر له راغے. دا يو غار وو چې مخې ته يې ګټه اېښودلے شوې وه. ۳۹عيسىٰ وفرمائيل، ”دا ګټه لرې کړئ.“ مرتا، د مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، اوس خو به يې بوئ کړے وى ځکه چې د دۀ د مرګ خو څلور ورځې شوې دى.“ ۴۰عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“ ۴۱نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله. ۴۲ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې، خو ما د دې حاضرو خلقو دپاره سوال وکړو نو چې د دوئ دا باور وشى چې زۀ تا رالېږلے يم.“ ۴۳بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“ ۴۴نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“

د حضرت عيسىٰ د مرګ سازش

۴۵ډېر خلق چې د مريم سره قبر له راغلى وُو هغوئ چې هغه څۀ وليدل کوم چې عيسىٰ وکړل نو په هغۀ يې ايمان راوړو. ۴۶خو په هغوئ کښې ځينې فريسيانو له ورغلل او هغه څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې عيسىٰ کړى وُو. ۴۷نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو يوه جرګه راوبلله او وې وئيل چې، ”مونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چې دا سړے خو ډيرې معجزې ښکاره کوى. ۴۸کۀ مونږ دے دغه شان آزاد پرېږدو نو ټول خلق به په دۀ ايمان راوړى، او بيا به روميان راشى او زمونږ ټول قوم او د خُدائ کور به تباه کړى.“ ۴۹خو په دوئ کښې يو تن چې نوم يې کائفس وو څوک چې په دغه کال د ټولو نه مشر اِمام وو، هغوئ ته ووئيل، ”تاسو په هيڅ نۀ پوهېږئ، ۵۰تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا غوره ده چې د قوم دپاره دې يو سړے مړ کړے شى، نه چې ټول قوم تباه او برباد شى.“ ۵۱هغۀ دا د خپله ځانه ونۀ وئيل، بلکې د هغه کال د مشر اِمام په حيثيت يې دا پېشګوئې وکړله چې عيسىٰ به د قوم دپاره قربان شى، ۵۲او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى. ۵۳نو د هم هغه ورځې نه پس هغوئ د هغۀ د مرګ منصوبه جوړه کړه. ۵۴نو په دې وجه عيسىٰ نور د يهوديانو په مينځ کښې آزاد نۀ ګرځېدو بلکې د هغه ځائ نه يو کلى ته لاړو چې نوم يې اِفرائيم وو چې د صحرا سره نزدې مُلک کښې وو او هغه هلته د خپلو مريدانو سره پاتې شو. ۵۵اوس د يهوديانو د فسح اختر رانزدې وو او ډېر خلق د کلى نه يروشلم ته د فسح د اختر نه مخکښې لاړل چې خپل ځانونه مقدس کړى. ۵۶هغوئ عيسىٰ لټولو او کله چې هغوئ د خُدائ په کور کښې ودرېدل نو د يو بل نه يې تپوس کولو، ”څۀ مو خيال دے؟ ولې هغه به اختر له رانۀ شى څۀ؟“ ۵۷په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.