WISDOM & POETRY

Job 29

د حضرت ايُوب خپله صفائى پېش کول

۱ايُوب خپله خبره بيا شروع کړه او وې فرمائيل، ۲”کاش چې تېر عُمر زما بيا راغلے وے، چې په کوم وخت کښې د خُدائ پاک په ما باندې نظر وو، ۳هغۀ ما ته رڼا کړه کله چې زۀ په تيارۀ کښې ګرځېدم. ۴کله چې زۀ په ځوانۍ کښې وم، او د خُدائ پاک د دوستۍ نظر زما په کور باندې وو، ۵کله چې قادر خُدائ زما مل وو، او زما بچى زما نه ګېرچاپېره تاو وُو، ۶کله چې ما کره پئ ډېر تېر وُو، او ما کره تېل د نِهرونو په شان بهېدل. ۷کله چې زۀ د ښار دروازې ته تلم، او د جرګې په ځائ کښې به د عزتمندو مشرانو سره کښېناستم، ۸نو ځوانان به پاڅېدل او لا به ړل، او بوډاګان به اوچت شول او وبه درېدل، ۹مشران خلق به چپ شول، او په خپلو خُلو به يې لاسونه کېښودل. ۱۰د خانانو آوازونه به غلى شول، او د هغوئ د خولې نه به يوه خبره هم نۀ وتله. ۱۱هر چا به چې زما په حقله اورېدل نو هغوئ به زما صِفت کولو. چې هر چا به زۀ ليدلم نو هغوئ به زما ښۀ وئيل. ۱۲کله به چې غريبانانو څۀ غوښتل نو ما به يې مدد کولو، او د حاجتمندو يتيمانانو مرسته به مې کوله. ۱۳چې څوک به سخت غمژن وُو نو هغوئ به زما ښۀ وئيل، او زما په وجه به کونډو د خوشحالۍ سندرې وئيلې. ۱۴ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو. ۱۵زۀ د ړندو دپاره سترګې وم، او د ګوډيانو دپاره پښې وم. ۱۶زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله. ۱۷ما د ظالمانو ژامنې ماتې کړې، او د هغوئ نه مې مظلومان خلاص کړل. ۱۸زما خيال دا وو چې ډېر عُمر به ژوندے يم او په آرام سره به په کور کښې مړ شم. ۱۹زۀ د داسې ونې په شان وم چې جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى او څانګې يې ټوله شپه په پرخه لامدې وى. ۲۰خلقو به هر وخت زما صِفت کولو او زما په مټو به لا هم زور زياتېدو. ۲۱هر چا به زما نصيحت اورېدو، او په خاموشۍ سره به زما د خبرې په انتظار کښې ناست وُو. ۲۲کله چې ما خبرې وکړې نو هغوئ بيا څۀ ونۀ وئيل، او زما خبرې په هغوئ لکه د شاتو لګېدې. ۲۳هغوئ زما د خبرو داسې اِنتظار کولو لکه چې د باران اِنتظار کوى، په هغوئ باندې زما خبرې د سپرلى د باران په شان لګېدې. ۲۴کله چې هغوئ بې‌حوصلې وُو نو ما د هغوئ ډاډګيرنه کوله، او زما په وجه د هغوئ حوصله مضبوطه شوه. ۲۵ما د مشر په شان هغوئ ته وښودل چې څۀ به کوى، زۀ د لښکر د بادشاه په شان د هغوئ سره اوسېدم، او غمژنو له مې تسلى ورکوله.