WISDOM & POETRY

Job 24

د حضرت ايُوب په دُنيا کښې د ظلم شکايت کول

۱قادر خُدائ د عدالت دپاره وخت ولې نۀ مقرروى؟ او د خُدائ پاک منونکى دا ولې نۀ ګورى چې هغه د ګناهګارانو عدالت کوى؟ ۲بدعمله کسان د حد د پولې کاڼى لرې کوى، هغوئ څاروى پټ کړى او د خپلو رَمو سره يې څروى. ۳هغوئ د يتيم خر بوځى، او هغوئ د کونډې غوَيے په ضمانت کښې بوځى. ۴هغوئ ضرورتمند د سړک نه ديکه کوى، او غريبانان دې ته مجبوروى چې ځان پټ کړى. ۵غريبانان لکه د ځنګلى خرونو په شان په صحرا کښې خوراک لټوى، هغوئ د خپلو بچو دپاره په بل ځائ کښې خوراک نۀ شى پېدا کولے. ۶هغوئ پردے پټے رېبى او هغوئ د بدعمله خلقو د انګورو په باغونو کښې پاتې شوى انګور راټولوى. ۷په يخنۍ کښې هغوئ ټوله شپه بربنډ پراتۀ وى، او په ځان اچولو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وى. ۸هغوئ په غرونو کښې په بارانونو سره لامدۀ وى، او په کاڼو کښې پناه اخلى. ۹بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى. ۱۰غريبانان د جامو نه بغېر بربنډ ګرځى، او په نهَرو کولمو د خلقو رېبلے شوى ګېډى اوړى، ۱۱د زيتُونو د ونو نه تېل وباسى خو د څَکلو اجازت ورته نۀ وى، هغوئ انګور نچوړوى خو په خپله تږى وى. ۱۲چې څوک مرى د هغوئ فريادونه په ښار کښې اورېدے شى، او مالدار خلق چې غريبانانو سره کوم ظلم زياتے کوى نو خُدائ پاک ورته هيڅ توجو نۀ ورکوى. ۱۳هلته هغه څوک دى کوم چې د رڼا خِلاف بغاوت کوى، او هغوئ د دې روښانه لارې نه خبر نۀ دى نو ځکه هغوئ بې‌لارې شى. ۱۴قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى. ۱۵زناکار هم د تيارې په اِنتظار کښې وى، خيال يې دا وى چې د هيچا به په ما باندې نظر نۀ وى، او هغه مخ پټوى چې څوک مې ونۀ پېژنى. ۱۶د شپې په وخت کښې غلۀ د کورونو کنډرې کوى، او د ورځې خوبونه کوى، او رڼا ته نۀ راوځى. ۱۷ځکه چې توره شپه د هغوئ دپاره سحر دے، او هغوئ د تورې تيارې د يرې سره عادت دى. ۱۸هغوئ د اوبو په سر د زګ په شان فانى وى، د هغوئ په زمکه لعنت وئيلے شوے دے نو په دې وجه خلق د انګورو باغونو ته نۀ ځى. ۱۹قبر ګناه ګار داسې غېبوى لکه چې اوچ کالى او ګرمى واوره غېبوى. ۲۰د هغوئ خپله مور به هغوئ هېر کړى، او چينجو ته به هغوئ خواږۀ ښکاره شى، او نور به څوک هغوئ نۀ يادوى، نو بدعمله خلق داسې راپرېوځى لکه چې په طوفان کښې ونه راپرېوځى. ۲۱هغوئ د بې‌اولاده مور سره ټګى کوى، او د کونډې سره ښۀ نۀ کوى. ۲۲خو خُدائ پاک طاقتور خلق د خپل قوت سره برباد کړى، کېدے شى چې هغوئ د لږ وخت دپاره کامياب شى خو د هغوئ ژوند څۀ اعتبارى نۀ وى. ۲۳کېدے شى چې هغه ورله امن ورکړى چې په حِفاظت سره ژوند تېروى، خو هغوئ د خُدائ پاک د نظر لاندې وى. ۲۴د لږ وخت دپاره بدعمله مالداره وى، خو هغوئ بيا د واښو په شان اوچ شى، هغوئ د فصل د سرونو په شان پرې کړے شى. ۲۵کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“